د ټيټيپي او وسلهوالو ډلو اړوند مساله کې د ادعاوو او تورونو پر دوام پاکستان بیاځلې په دې تړاو اندېښنه ښودلې.
د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاندېیوه خبري کنفرانس کې د ټيټيپي په ګډون د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې د جدي اقداماتو تر سره کېدل د اسلامي امارت مسوولیت ګڼلی، چې په وینا یې د پاکستان امنیت ګواښي.
ممتاز زهرا بلوچ ویلي، په افغانستان کې د ټيټيپي د حضور او د پټنځایونو د شتون په تړاو یې سرپرست حکومت ته کره شواهد هم وړاندې کړي.
هغې زیاته کړې:«موږ باور لرو، چې افغان چارواکي د ټيټيپي په ګډون د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د اقدام کولو مسوولیت لري، چې په افغانستان کې دېره دي او هلته پټنځایونه لري. موږ افغان لوري ته په دې تړاو کره شواهد وړاندې کړي. پاکستان باور لري، چې د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د اقداماتو په تړاو خپرو شوو فرمانونو کې باید هغه کسان هم شامل شي، چې په افغانستان کې کډوال دي او دا ډېره اړینه ده، چې افغان چارواکي باید د وسلهوالو ډلو پر وړاندې ګامونه پورته کړي.»
بلوچ د وسلهوالو ډلو پروړاندې اقدامات نه یوازې د پاکستان بلکې د مسکو فارمټ د هېوادونو غوښتنه ګڼي، چې په کې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدنې غوښتنه مطرح شوې وه.
نوموړې د پاکستان د سیمهییزو مطالعاتو په مرکز کې د دې هېواد لپاره د افغانستان شارژدافیر سردار احمد شکېب د هغو څرګندونو په غبرګون، چې څو ورځې وړاندې په کې له پاکستان غوښتل شوي و، چې له ټيټيپي سره د جګړې پر ځای دې د راټوکېدلې ستونزې د حل په موخه له دغې ډلې سره خبرې اترې او ډیالوګ ترسره شي وویل:« له هر څه مخکې موږ له ټيټيپي سره د خبرو اترو هر ډول وړاندیز او سلامشورې ردوو. موږ دغسې څه له دې وړاندې په ځلونو ترسره کړي. پاکستان له هغو وسلهوالو ډلو سره مذاکراتو ته هېڅ راز لېوالتیا نه لري، چې د ملکیانو او حکومتي چارواکو په وژنه کې لاس لري. زموږ په اند ورته وړاندیزونه د ټيټيپي له لوري د وژل شویو کسانو د کورنیو له غوښتنو سره په ټکر کې دي.»
اسلامي امارت که څه هم د بلوچ تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې په کراتو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې دي، چې د خپلې پالیسۍ له مخې هېڅ چاته د دې اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره په خپله د افغانستان او د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د پاکستاني لوري د دې ادعاوو خلاف سرپرست حکومت له دې وړاندې د ګڼو هغو ورانکارو او داعش غړو د نیولو راپورونه ورکړي، چې پاکستان کې تر روزنې وروسته یې د ترهګریزو کړنو د ترسراوي په موخه افغان خاورې ته راووښتي و.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« دا چې پاکستاني چارواکي په کراتو دغه ادعاوې کوي چې ټي.ټي.پي او نور ترهګرې ډلې په افغانستان کې دي او په ځانګړي ډول ټي.ټي.پي باندې ډېر ټینګار هم کوي. له بلخوا د اسلامي امارت چارواکي هم دا په بشپړه توګه ردوي او وايي، دلته نشته او له دوی ( پاکستاني چارواکو) حتا سند او شواهد هم غواړي، خو پاکستاني چارواکي یې نه شي ارایه کولی.»
د پوځي چارو شنونکي بیا د پاکستاني لوري ورته ادعاوې بې اساسه ګڼي او وايي، دغه هېواد د تاریخ په اوږدو کې د ښه ګاونډیتوب اصل نه دی مراعت کړی او د خپل سټراتیژیک عمق له مخې د افغانستان د ناامنه کولو او په بحران کې يې د ساتلو له لارې خپلې ګټې تعقيبوي.
دوی وايي، پاکستان د دغه کار لپاره نیابتي ډلې ګومارلي او د همدې لاسوهنو له لارې یې دلته د نظامونو پایښت او بقا له چلنج سره مخ کړی.
له دې وړاندې هم د پاکستان ګڼو پوځي او ملکي چارواکو د ورته ادعاوو او تورونو په مطرح کولو سره غوښتي ځان نړۍ ته د ترهګرۍ قرباني وښيي او له دې لارې د تل په څېر سیاسي او اقتصادي امتیاز ترلاسه کړي.