Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې پر نشه يي توکو روږدو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې

کندهار کې پر نشه يي توکو روږدو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/31

په کندهار ولایت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنې په څلور زره بستریز مرکز کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا د حرفوي زده کړو یو مرکز هم جوړ شوی چې دا مهال په کې۶۰۰ تنه روږدي کسان په شپږو حرفو کې زده کړې ترسره کوي.

د روږدو کسانو د درملنې او حرفوي زده کړو مرکز مسوولین وايي، دوی دلته پر نشه يي توکو روږدو کسانو ته د درملنې ترڅنګ خیاطي، نل غځونه، د تعمراتو برېښنا غځول، د برېښنايي وسایلو ترمیمول، لمریزه برېښنا او د موټر سایکلونو ترمیم اړوند کسبونه ور زده کوي.

د دوی په خبره، دغو کسانو ته به تر فراغت وروسته د کار پیلولو لپاره د کسب اړوند وسایلو یوه کڅوړه هم ورکړل شي.

دوی زیاتوي، د کسبونو په زده کړې سره به تر درملنې لاندې روږدي د روغ صحت سره یو ځای ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شي.

په کندهار کې د روږدو کسانو د حرفوي زده کړو مسوول فیض محمد وايي: « موږ د حرفوي زده کړو ترچتر لاندې تقریبا ً ۶۰۰ تنه معتادین شاګردان لرو، دا مهال یې زده کړې جریان لري. په دې دوره کې ۲۴ تنه ښوونکي لرو او د دوی لپاره مو زده کوونکي په دوو برخو وېشلي چې ۳۰۰ تنه یې د سهار له خوا او ۳۰۰ نور د ماسپښین له خوا دي.»

د اسدالله په نوم د حرفوي زده کړو مرکز یو تن ښوونکی وايي: «موږ دلته معتادینو وروڼو ته د موټرسایکل ترمیمولو کسب ورښیو. ډېره هڅه کوو چې دوی خپل مخکېنی کار یانې د نشه يي توکو کارول پرېږدي او یوه مسلک ته مخه کړي؛ ترڅو په راتلونکې کې یو مسلک ولري او له دې ځایه تر وتلو وروسته خپله خواري وکړي او روزي پيدا کړي.»

د حرفوي زده کړو مرکز یو تن بل ښوونکی فرید احمد په دې اړه وايي: « لومړی نظري درسونه ورکوو بیا عمل؛ ترڅو دوی په خپل ورځني ژوند کې په دایمي توګه کار وکولی شي.»

ورته مهال، د معتادینو د درملنې په دې مرکز کې په حرفوي زده کړو بوخت کسان خوښ دي چې په یاد مرکز کې د کسبونو د زده کړې زمینه ورته برابره شوې ده.

دوی وايي، د کسبونو په زده کړې سره کولی شي تر رغېدو وروسته د خپلو کورنیو مالي لاسنیوی وکړي او هم له نشه يي توکو ځان وژغوري.

د حرفوي زده کړو یو تن زده کوونکی اسدالله وايي: « زه پر نشه اخته وم، دوې میاشتې کېږي چې دې مرکز ته راغلی یم او غواړم چې ځان جوړ کړم. غواړم د دې برقي سامان آلاتو کسب زده کړم؛ ترڅو کله چې د باندې ووځم، خپلو بچو او کورنۍ ته خواري وکړم.»

یو تن بل زده کوونکي عتیق الله وايي: « په دې سره به زه خپل ځان ته نفقه پیدا کړم. زه به له دې وروسته خیاطي کوم او غلطو کارونو ته نه ځم.»

د نعیم په نوم یو بل روږدی کس وايي: « زه معتاد وم، دلته راغلم او اوس صحتمند یم. اوس دلته د خیاطۍ په زده کولو اخته یم او غواړم زده یې کړم. کله چې له دې ځایه ووځم، له بېځایه ناستې ولاړې به خلاص یم او د خپل کسب له لارې به حلاله روزي لاسته راوړم. زه د کور سرپرست یم او خپلو بچو ته به کار کوم.»

کندهار کې پر نشه يي توکو روږدو کسانو د درملنې دغه مرکز کې دامهال د ۱۵۰۰ تنو روږدو درملنه روانه ده چې د چارواکو په خبره، د طبي او رواني درملنې تر څنګ به ټولو روږدو کسانو ته په خپل وار حرفوي زده کړې هم ښودل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist