د ملګرو ملتونو د ماشومان ملاتړ صندوق (یونېسف) د یوه تازه راپور په خپرولو سره کابل کې د اوبو پر کموالي اندېښنه ښودلې.
راپور په کابل کې د اوبو کمښت لامل د خلکو د استوګنې چټک ډېروالی او د اقليمي بدلون ناسمې اغېزې بولي او زیاتوي، له لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته، افغانستان چمتو نه دی چې د اقلیم بدلون له ناوړه اغېزو سره مبارزه وکړي.
راپور په یوه برخه کې راغلي: « اوبه ژوند دی. که همدا اوس لاس په کار نه شو، نو د چټکې ښاري پراختیا له امله ښايي تر ۲۰۳۰کاله په کابل کې د ځمکو لاندې اوبه وچې شي. موږ يې مخنیوی کولی شو. زموږ استازو له زیانمنو شویو ټولنو ليدنه کړې او موندلي يې دي چې څنګه مرسته کېدای شي، څو دغه اساسي بشري اړتیا پوره کړو.»
په ورته مهال، د کابل اوسېدونکې هم د اوبو کمښت له ستونزې سر ټکوي.
د کابل ښار چهلستون اړوند ترینکوټ سیمې شاوخوا۶۰۰ کورنۍ د علي ملنګ په نوم د اوبو یو چینه لري.
د سیمې اوسېدونکي د اړتیا وړ اوبه له چینې د حیواناتو او لاس ګاډو په وسیله لېږدوي.
د دغې سیمې یو تن اوسېدونکی غیرت خان وايي: « شاوخوا ۵۰۰ یا ۶۰۰ کورنۍ دي او له دې چینې اوبه وړي، خو اوس د چینې اوبه هم کمې شوې دي. خلک بوشکې راوړي او په نوبت کې یې ږدي، دلته د سهار له لسو د مازدیګر تر څلورو بجو بوشکې راوړل کېږي، ښځې او ماشومان راځي، بیا موږ پیپ خلاصوو او هر چا ته له پنځو تر لسو بوشکو اوبه ورکوو. د شپې تر نهو یا لسو بجو خلک اوبه وړي.»
د سیمې یو بل اوسېدونکی ګل آغا وايي: « داسې فکر وکړه چې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ مترو لرې ساحې خلک دلته راځي او اوبه وړي. له حکومت غوښتنه کوو چې اوسمهال نل راغلی دی او له دې اوسني شرکت سره دې همکاري وکړي.»
آغامحمد هم د همدې سيمې اوسېدونکی دی او وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د اوبو تر لاسه کولو لپاره اړ دی چې اوږده لاره ووهي او په لاس ګاډې کې اوبه راوړي.
نوموړی زیاتوي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی په پیسو اوبه واخلي او له همدې کبله اړ دی چې له ناروغۍ لرلو سربېره، له کوره لرې په اوبو پسې لاړ شي.
آغا محمد وايي: « زه بېچاره او غریب سړی یم، بې وسه یم، همدا اوبه وړم او تکلیف یې راته پیدا کړی. دلته له هر ځای زیات خلک راځي، د علي ملنګ په نلونو کې اوبه نه راځي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي هم د اوبو د کمښت ستونزه مني او وايي، د څو لسیزو وچکالیو له امله یوازې کابل کې نه بلکې په ډېری ولایتونو کې د اوبه کچه ټيټه شوې.
د دوی په خبره، کابل کې یې د خلکو د اوبو ستونزې هوارولو لپاره لنډ مهالې او اوږد مهالې پروژې پیل کړې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي: « همدا راز د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د هېوادوالو او یاهم د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري، په زرګونو جذبي څاه ګانې کېندل شوي ترڅو تر ځمکې لاندې اوبو څخه د استخراج او بېرته تغذیې انډول برابر شي. په اوږدمهاله پلانونو کې د اوبو او انرژۍ وزارت پلان لري چې له پنجشېر کابل ښار ته اوبه را انتقال کړي. له نېکه مرغه د دغې پروژې سروې، ډیزاین او تخنیکي مطالعات هم ترسره شوي دي.»
د بندونو جوړول، د ځمکې له سره د ځمکې تل ته د اوبو مصنوعې تغذیه کول او خلکو ته د اوبو سپمولو په برخه کې د عامه پوهاوي ورکول هغه تدابېر دي چې له لارې یې سرپرست حکومت غواړي د اوبو کمښت ستونزه مهار کړي.