Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان: د سون توکو بیې د تېر کال پرتله لوړې شوې

کابل ښاریان: د سون توکو بیې د تېر کال پرتله لوړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/29

په داسې حال کې چې په هېواد کې ژمی په رانږدې کېدو دی او خلک د دې موسم لپاره اړین سون توکي اخلي، خو کابل ښاریان د سون توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی حفیظ الله وايي: « په بیو کې د ډېرو دلایلو له امله توپير راغلی، ځکه بندیزونه راغلي، په ځانګړي  ډول د سون توکو په اړه؛ له دې سره زیاته قېمتي راغلې او خلک له ستونزو سره مخامخ دي.»

د کابل اوسېدونکي تېر کال ته په کتو روان کال د سون توکو بیې څو برابره لوړې بولي او له اړوندو ادارو غواړي چې د يادو توکو د بيو کنټرولولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی غازي حیران ځاځی وايي: « د تېر کال پرتله قېمتونه لوړ دي. دلته له دوکاندارانو موږ پوښتنه کوو چې ولې؟ هغوی وايي چې لارې بندې دي. نه پوهېږو چې  ستونزه دولت کې ده، که دوکاندارانو کې. د بورې ارې بیهتېر کال ۷ زره ۲۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۹ زره ۳۰۰ افغانۍ ده.»

بله خوا، د سون توکو پلورونکي وايي، سږ کال له نورو ولایتونو کابل ته د لرګيو پرانتقال بنديز لګول شوی او له همدې کبله د لرګيو او په ټوله کې د سون توکو بيې لوړې شوې دي.

د لرګیو پلورنکی بختیار ځاځي وايي: « لرګي ځکه ګران شوي چې طالبانو بند کړي او دا کوم چې راځي هغه هم قاچاق راځي او له همدې امله ګران دي. موټروانان یې نه راوړي او چې بیا یې راوړي، کرایه یې لوړه وي او لرګي هم نه پيدا کېږي.»

کابل ښار کې د لرګیو یو تن بل پلرونکی مومین وايي: « اوس دا ټول د جلال آباد لرګی دی، خراب لرګی دی او ښه لرګی نه دی. خروار یې ۶ زره، ۶ نیم زره او ۷ زره افغانۍ  ده او ښه لرګی نه د ی. هیله دا ده چې لارې خوشې کړي، وچ لرګی راپرېږدي چې ارزانه شي. اوس بلوط لرګی خروار په ۱۳ تر ۱۴ زره افغانۍ ده. د خلکو اقتصاد خراب دی او نه شي کولی چې ښه لرګی واخلي.»

تېر کال حکومت د ژمي په راتګ سره د کابل په یو شمېر سیمو کې د سون توکو د خرڅلاو لپاره ځانګړې سیمې او ثابت نرخونه ټاکلي وو، خو د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، سږکال د يادو توکو د بيو کنټرولولو لپاره ورته لارښوونه نه ده شوې.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی په دې اړه وايي: « تر اوسه کوم پلان نه شته، موږ هدایت ته منتظر یو. تېر کال هم موږ ته هدایت راغی او وړم کال هم. تر اوسه په دې اړ کوم نوی هدایت نه دی شوی چې زه یې تاسو ته ووایم.»

د مالوماتو له مخې، تېر کال په پلازمېنه کابل کې د يو ټن لرګیو بیه شاوخوا ۸ زره افغانۍ وه، خو سږکال دغه بیه شاوخوا ۱۳ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist