Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېرو شپږو میاشتو کې د څه باندې ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېرو شپږو میاشتو کې د څه باندې ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/21

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه باندې ۳۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت تازه میوې نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

دوی زیاتوي،چې ډېری تازه میوې پاکستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو، جرمني، سعودي عربستان، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوې دي.

د صنعت او سودګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي:« افغانستان د تازه مېوو بېلابېل ډولونه د نړۍ مختلفو هېوادونو ته صادر کړي؛ په دې کې انګور، زردآلو، مڼې، ګیلاس، تازه انځر، خټکي، توت، انار، شفتالو او نورې مېوې پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، چین، انګلستان، هالنډ، جرمني، امریکا، فرانسې، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته صادرې کړې دي.»

په ورته مهال، ګلوبل ټایمز په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۳۵ ټنه زعفراڼ او اينجه صادر کړې دي.

دې ورځپاڼې وړاندې لیکلي، د دې صادراتو ټولیز ارزښت ۷۷.۵ میلیونه ډالره کېږي.

ورځپاڼې  د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په حواله زياته کړې، په دې موده کې افغانستان د ۲۰.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۸ ټنه زعفراڼ او د ۵۷ میلیونو ډالرو په ارزښت ۶۱۷ ټنه اېنجه صادر کړي دي.

د راپور پر بنسټ، دغه صادرات په لویه کچه د چین، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، اسپانیا، جرمني، ازبېکستان، انډونیزیا، امریکا او بریټانیا هېوادونو بازارونو ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد یو شمېر سوداګر وايي، د صادراتو په برخه کې لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

سوداګر عبدالجبار ساپی وايي: « سبزیجات دي، تازه مېوه ده، وچه مېوه ده، خصوصا ً تالک او تېږې، د ډبرو سکاره، زعفران او خصوصا ً نور هغه مواد چې هغه په خامه توګه د نورو هېوادونو لپاره دي او ډېر نور شیان دي. پنبه ده، چې په دې کې په لوړه کچه الحمد الله صادرات روان دي. د دې لپاره موږ څومره چې کولی شو د خپلو صادراتو لپاره مارکېټېنګ وکړو، وېزو ته ډېر اړتیا ده، چې اسلامي امارت له هغو هېوادونو سره په ځانګړې توګه چې په افغانستان کې سفارتونه لري،  د تجارانو لپاره وېزې خلاصې شي او مشکل حل شي په داخل کې. د تازه مېوو او ترکاریو لپاره سړې خونې جوړې شي، د دې لپاره د برق منظم سیسټم جوړ شي.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا وایي، که سرپرست حکومت غواړي د افغانستان صادرات لا وغوړیږي، نو اړتیا ده چې له هېوادونو سره په پرله پسې توګه پر سوداګریزو اړیکو خبرې وکړي.

د دوی په خبره، د افغاني صادراتو د غوړېدا لپاره اړتیا ده چې له یو شمېر هېوادونو سره ښې او مثبتې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولرو.

د اقتصادي چارو شنونکی آصف ستانکزی وايي: « زموږ یوازې البته نړیوال تجارت نه، زموږ په اکاډمیک سایټ کې، زموږ داسې په وېزو راکړه ورکړه کې، زموږ په صحي برخو کې، افغانستان ته د نړیوالې پانګونې راجذبولو برخه کې، دا هغه لارې دي چې له ډيپلوماټیک سایټ باید ورته لاجدي ګامونه واخیستل شي او بیا راځو موږ نړیوال مشروعیت ته. د افغانستان نړیوال مشروعت کولی شي د افغانستان په نړیوال تجارت ټول قیودات لرې کړي، له بانکي برخې، له ټرانسپورټ برخې. بل اسلامي امارت لکه د نورو هېوادونو په څېر د ډبلیو.ټي.اېف چې د نړیوال ټرانسپورټ یوه لویه اداره ده، غړیتوب لاسته راوړي. د دغې ادارې غړیتوب په لاسته راوړلو سره د افغانستان په دغو توکو باندې تعرفې کمېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کندهار ځایي بڼوالو پر ګاونډي پاکستان نیوکه وکړه چې د افغانستان په تازه مېوو یې تعرفه لوړه کړې او له امله یې د انارو صادرات ټکني شوي دي.

پاکستان یو له هغو ګاونډیو هېوادونو دی چې د افغاني محصولاتو پر وړاندې یې تل له بېلابېلو لارو خنډونه جوړ کړي دي.

د افغانستان دغه ګاونډی د افغاني محصولاتو د رسېدو پر مهال یا لارې تړي او یا هم د لوړو تعرفو په لګولو سره هڅه کوي چې د افغاني محصولاتو د صادرېدو مخه ونیسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist