Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له کندهاره تېرو پنځو میاشتو کې ۱۳ زره ټنه وچه مېوه بهر ته صادر شوې

له کندهاره تېرو پنځو میاشتو کې ۱۳ زره ټنه وچه مېوه بهر ته صادر شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/28

د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې بڼوال په خپلو دودیزو ممیز خونو کې د انګور تر ځوړندولو او وچولو وروسته تولید شوي ممیز پاکوي.

دا مهال د پنجوايي په ګډون د کندهار په هغو ولسوالیو له انګورو د ممیزو تولید پيل شوی چې د انګورو پراخ باغونه په کې ودان دي.

د عبدالله په نوم بڼوال، د ممیزو د تولید پروسې په اړه وايي:« څنګه چې انګور پاخه شي، بیا یې د ممیزو جوړولو لپاره راټولول پیل کړو. پخوا مو دغه کار په ممیز خونو کې کاوه او هلته مو ځوړندول خو اوس یې په جګیانو کې کوو. دا کار له هغه پخواني کاره اسانه دی او لږ لګښت غواړي.»

د انګورو بڼوال له طبیعت ګیله لري او وايي، سږکال يي د ممیزو حاصلات د بې وخته بارانونو او له هغې  وروسته زیاتې ګرمۍ له امله کم دي او هم یې بیې ټیټې دي.

دغه راز دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د پاتې حاصلاتو لپاره ورته بازار پیدا کړي.

د انګورو یو تن بڼوال وايي: « هره کیلو ممیز له ۶۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي. سږ کال د تېرو کالو په څېر ښه ممیز نه شته. د ممیزو تولید یخې هوا او بادونو ته اړتیا لري خو سږ کال هوا ډېره توده وه؛ ځکه نو ښه ممیز تولید نه شول.»

د انګورو او ممیزو یو تن کاروباري وايي: «سږني ممیز په بازار کې هېڅ قېمت نه لري، تر ټولو ښه ممیز له ۳۰۰ تر ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.»

د مالوماتو له مخې، هرکال په کندهار کې د انګورو د حاصلاتو څلورمه برخه په ممیزو اړول کېږي. د کندهار سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له دې ولایته په تېرو پنځو میاشتو کې د ۳۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت تر ۱۳ زره ټنو زیاته وچه مېوه بهر او په ځانګړي توګه هندوستان ته صادره شوې چې ډېره برخه یې ممیز وو.

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال انجینرعبدالباقي بینا وايي: « سږ کال ۱۳ زره ۷۹۷ ټنه وچه مېوه، طبي بوټي او زڼي بهر ته صادر شوي. د دغې مېوې ډېره برخه ممیز، بادام او پستې جوړوي.»

که له یوې خوا روان کال د اقلیمي بدلونونو له امله د کندهار هر ډول کرنیزو حاصلاتو ته زیان اوښتی؛ بله خوا، د ګاونډیو هېوادونو له خوا د لارو بندول، د هوايي دهلېزونو کمښت او ځینې نورې ستونزې لامل شوې چې راټول شوي حاصلات هم ښه بازار ونه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist