په هرات ولایت کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوسپنې ویلې کولو یوه کارخونه کې د ګاډرو د تولید لومړني فاز چارې پیل او د ګول سیخ د تولید دویم فاز لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دې کارخونه کې په ورځني ډول ۳۰۰ ټنه ګاډر تولیدیږي او د دویم فاز چارو له بشپړېدو سره به دغه کچه لوړه او څه باندې زر کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
د اوسپنې ویلې کولو کارخونې مشر حیات الله نظري وايي: « زموږ ۵۰۰ تنه هېوادوال دلته په مستقیمه توګه پر کار بوخت دي. نن د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د کارخونې د دویم فاز جوړولو ډبره کېښودل شوه چې تر راتلونکي یوه کاله به بشپړه شي او ورسره به ۱۰۰۰ تنو نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره شي.»
همدارنګه، د اوسپنې ویلې کولو ټولنې مسوولان وایي، د اوسپنې ویلې کولو او ګول سیخ تولیداتو په برخه کې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې پر مټ یې نه یوازې افغانستان پر ځان بسیا شوی بلکې ترڅنګ یې۶۰۰ ټنه ګول سیخ پاکستان ته صادر شوی او راتلونکي کې به ترکمنستان ته هم د ګول سیخونو صادرات پیل شي.
د اوسپنې وېلې کولو کارخونو اړوند ټولنې اجرائیه رییس عبدالنصیر رښتیا وايي: « په ټول افغانستان کې د اوسپنې ویلې کولو ۴۲ کارخونې لرو چې په هرات، جلال آباد، مزارشریف، کندهار او کابل ولایتونو کې فعالیت لري.»
په ورته وخت کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، افغانستان به په نږدې راتلونکي کې له وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدل شي.
د نورالدین عزیزي په خبره، ټاکل شوې له صنعتکارانو د ملاتړ په موخه هغوی ته ځمکې ووېشل شي او اوس مهال ۸۰۰ پانګوال د ځمکې وېش ته په تمه دي او د ځمکې ترلاسه کولو سره به خپله پانګونه پیل کړي.
عزیزي زیاتوي:« په تېرو ۶ میاشتو کې چې موږ کوم راپور ترلاسه کړی څرګندوي چې ۳۰ میلیونه ټنه خام مواد اضافه شوي. زموږ هېواد هره ورځ د پرمختګ، ځان بساینې، صنعتي کېدو او صادراتي کېدو په لوري ځي.»
بله خوا، د هرات ځایي چارواکي د داخلي بشري ځواک د کارولو سپارښتنه کوي او وایي، هېواد کې د امنیت ټینګښت سره پانګونې ته زمینه پراخه شوې او له پانګوالو غواړي چې په کور د ننه پانګونې سره د ځوانانو له وړتیاوو ګټه واخلي.
هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار وايي: « په تکرار سره وایم، لومړی امنیت او بیا اسانتیاوو رامنځته کولو ته اړتیا ده. اسلامي امارت امنیت ټینګ کړی او د اسانتیاوو برابرولو لپاره نهایت زیات کوښښ کوي.»
د مالوماتو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۲۰ زره کسان په ټول هېواد کې د اوسپنې ویلې کولو او ګول سیخ جوړولو په کارخونو کې پر کار بوخت دي.