Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني پانګوال افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي

پاکستاني پانګوال افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/17

له څو لسیزو راهیسې ګڼو افغان پانګوالو په ایران او پاکستان کې پانګونې کړې او د ناسم سیاسي او امنیتي وضعیت له کبله یې افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کاوه.

خو تازه په پاکستان کې یو شمیر افغانان او پاکستاني پانګوال خپلې پانګې افغانستان ته را انتقالوي.

دغه پانګوال په افغانستان کې د پانګونې په موخه له سرپرست حکومته د منظم مکانیزم رامنځته کولو غوښتنه کوي او وایي، په افغانستان کې د کاري فرصتونو رامنځته کېدو او د پانګوالو د جذب لپاره دې حکومت خپل لومړیتوبونه په ګوته او منظمه تګلاره جوړه کړي.

افغان پانګوال ذبیح الله افغان وايي: « په افغانستان کې د پانګه اچونې او پانګوالو د جذب لپاره د قوانینو شتون اړین دی. د مالیاتو موضوع باید روښانه وي او حکومت په دې کار وکړي چې څنګه د دغو مسایلو لپاره یو سیسټم رامنځته کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي پانګوالو او سوداګرو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي او وايي، هغو افغان پانګوالو ته اسانتیاوې او معافیتونه برابروي چې په هېواد کې د پانګونې هوډ لري.

د دوی په خبره، اسلامي امارت په بهر کې مېشت افغان پانګوالو د هڅولو لپاره مالیاتي معافیتونه او یو شمېر نورې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده وايي: « د دې لپاره چې پانګوال او سوداګر وهڅول شي ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي، یوه کمېټه را ستنو شویو پانګوالو ته د صنعتي پارکونو په جوړولو او ځمکو وېشلو کار کوي. د هغوی د هڅولو لپاره مالیاتي معافیتونه او تشویقي ټکي په پام کې نیول شوي دي.»

ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکي له پاکستانه د افغان پانګوالو راستنېدلو علت پر دوی د پاکستان بېلابېل فشارونه ګني او دغه راز زیاتوي چې اوسمهال د پاکستان پرتله افغانستان د پانګونې لپاره ښه انتخاب دی.

د اقتصادي چارو شنونکی سیلاب سمندر وايي: « دا چې یوشمېر افغان پانګوال غواړي خپلې پانګې له پاکستانه افغانستان ته ولېږدوي، زه یې لامل د پاکستان د حکومت له خوا پر دوی زیات فشار راوړل ګڼم. ځکه د پاکستان حکومت د مهاجرت له نړیوالو قوانینو او بشري حقونو اعلامیې په سرغړونې، پر عامو افغانانو سربېره هلته مېشتو سوداګرو او پانګوالو ته هم سیاسي او اجتماعي خنډونه جوړ کړي دي.» 

له پاکستانه د افغان پانګوالو راستنېدو خبره داسې مهال کیږي چې پاکستان ډېر کله د بېلابېلو پلمو او پر ډېورنډ فرضي کرښه د جګړو رامنځته کولو له لارې، تورخم او سپین ‌بولدک ټرانزیتي لارې تړي. سوداګر وايي، هر ځل د دغو لارو په تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو سوداګرو او صنعت کارانو ته درانه مالي زیانونه اوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist