که څه هم د افغانستان په ډېرو سیمو کې د وچکالیو او نویو آبیاري سیسټمونو له امله کارېزونه له منځه تللي خو په خوست ولایت کې یې د بېرته رغولو هڅه کېږي.
د خوست ولایت د مرکز په ګډون په څلورو ولسوالیو کې د څو کارېزونو د بیا رغونې کارونه پيل شوي.
چارواکي وايي، دا کارېزونه په ټولیز ډول ۱۴ زره متره اوږدوالی لري او د ترميم پر چارو به یې ۷۴ زره امریکايي ډالر ولګول شي او تر رغولو وروسته به د سلګونه جرېبه ځمکې خړوبولو ظرفیت ولري.
دوی زیاتوي، له دې سره به په خوست کې د اوبو د مديريت دوديز سيسټم هم بېرته را ژوندی شي.
د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې رییس عبدالقیوم ثابت وايي: « دا کارېزونه زموږ د نیکونو نښې دي. په دغو کارېزونو پخوا ژرندې ودانې وې خو اوس د ویجاړېدو له امله ډېرې لږې اوبه لري. اوس دغه اته کارېزونه د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ د ځینو موسسو له خوا رغول کېږي.»
په همدې حال کې، عام خلک د کرنې په برخه کې د کاريزونو ارزښت حياتي بولي خو وايي، دغه سيسټم په وروستيو کلونو کې نږدې له منځه تللي.
دوی همدا راز غوښتنه کوي چې د يادو کاريزونو د رغولو چارو کيفيت ته دې لازمه پاملرنه وشي.
د خوست اوسېدونکی فرهاد الله وايي: « کارېزونه هغه دودیز سیسټمونه دي چې کرنیزې ځمکې خړوبوي. له څه مودې راهیسې په خوست او ځینو نورو ولایتونو کې کارېزونه ویجاړ شوي وو.»
د خوست بل اوسېدونکی عبدالله وايي: « دا له مخکې جوړې شوې سپرغې دي، که جوړې شي نو اوبه هم ورسره زیاتې شي او ورسره به کرنه وده وکړي.»
د خوست اوسېدونکی دریا خان هم وايي: « موږ غوښتنه کوو چې د کار کیفیت ته پاملرنه وشي، هسې نه چې نن کار وشي خو سبا بېرته ویجاړ شي او پانګه ضایع شي.»
هېواد کې د آبیارۍ له دودیزو سیسټمونو څخه یو هم کارېزونه دي. کارېزونه د پرله پسې سپرغو هغه سیسټم دی چې له اوبه لرونکي ځای یا د غرونو له لمنو څخه اوبه تر کرنیزو ځمکو ته رسوي.
د ۲۰۰۴ کال د يوې سروې له مخې، د افغانستان ۱۹ ولایتونو کې ۹ زره ۳۷۰ کارېزونه شته چې ډېر یې د هېواد په سوېلي، سوېل لوېديځو او ځينو مرکزي ولايتونو کې موجود دي.
د دغې سروې له مخې، د یادو کارېزونو له ډلې ۳ زره ۴۰۶ کارېزونه په بشپړ ډول له منځه تللي چې د ټولو کارېزونو ۳۶ سلنه جوړوي.