Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات انتيک پلورونکي له کمرنګه بازار شکایت کوي

د هرات انتيک پلورونکي له کمرنګه بازار شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/31

د پخوانیو کم یاب یا انتيک توکو خرڅلاو په هېواد کې یو له پخوانیو کاروبارونو ګڼل کېږي. دغو توکو په خپل وخت کې خورا ښه کیفیت او لوړ نوم او نښان درلود، خو اوس یې هرات کې د پلور یوازي د ګوتو په شمېر څو هټۍ پاتې دي.

د انتیکو او لرغونو آثارو پلورونکي وایي، دغه آثار اوس له پامه غورځول شوي او دغه کار د دوی بازارونه پیکه کړي دي.

انتیک پلورونکی محمد رضا وايي: « دا زموږ کار او هنر دی او اړ یو، چې یو ډول یې مخکې یوسو. زموږ ګڼو ګاونډیانو د خراب بازار له امله خپل کارونه پرېښودل او نورو کارونو ته یې مخه کړه. که وضعیت همداسې وي، ښايي دا څو پاتې دوکانونه هم خپل کسب بدل کړي.»

د هرات په بازارونو کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د دې زینتي او ښکلا ورکونکو توکو د خرڅلاو بازار په کمېدو دی.

پلورونکي د خرڅلاو لپاره د ځانګړي بازار نه شتوالی او د بهرنیو سیلانیانو نه راتګ د خپل کاروبار د پیکه کېدو لاملونه بولي.

محمد عمر، چې له ۳۰ کالو راهیسې د انتیک آثارو د پلورنکو صنف مشر دی وايي، له هنرمندانو د ملاتړ نه کېدو له امله یې څو ځله د خپلې دندې پرېښودو هوډ کړی.

عمر زیاتوي: « شپږ کاله کېږي،چې دا صنف تر کنټرول لاندې لرم. فعلا د سقوط په حال کې دی. د دې کسب لرونکي د دوکانونو کرایې هم له خپل جیب ورکوي.»

ولایتي مسوولین وايي، ستونزې ته یې پام دی او د هواري هڅې یې پيل کړې دي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کولتور ریاست د کولتور او هنر آمر حمیدالله غیاثي وايي، د پخوانیو او انتیک توکو د پلورنې لپاره ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی او په کې کورنیو او بهرنیو پېرودونکو ته اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

 غیاثي زیاتوي:« د سیاحت صنعت ډېره وده کړې او تمه شته، چې په راتلونکې کې دغه صنعت نوره وده هم وکړي. ټاکل شوې د انتیک پلورونکو لپاره ښه بازار جوړ شي.»

د لرغونو او پخوانیو آثارو مینه وال او پلورونکي وايي، د دغو آثارو د معرفي کولو لپاره د نندارتونونو نه شتون او دغه راز د خلکو لېوالتیا کمېدلو له امله، اوس دغه هنر خپله وروستۍ ساه اخلي او که ورته پاملرنه ونه شي، پاتې څو هټیوال به هم ډېر ژر بدیلو کسبونو ته مخه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist