د افغانستان موسمي محصولاتو او په ځانګړې توګه د تازه مېوو صادرولو پر وړاندې د پاکستان د دوه ګوني چلن پر دوام، ازبېکستان ډاډ ورکړی، چې افغانستان د بديلې لارې په توګه د ياد هېواد په وسيله خپلې تازه مېوې د منځنۍ آسيا هېوادونو ته صادرولی شي.
د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف د ترمذ نړيوال سوداګريز مرکز پرانيست غونډې په څنډه کې ويلي، له حیرتان بندر تر هرات پورې يې د اوسپنې پټلۍ غځولو لپاره تخنیکي ټیمونه ګومارلي او هېواد یې چمتو دی، چې له خپلې خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوو صادرولو لپاره اسانتاوې رامنځته کړي.
عارفاوف زیاته کړې: « افغانستان د ازبېکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په همدې موخه تاشکنت چمتو دی، چې له کابل سره د خپلو سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراخولو په موخه له خپلې خاورې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د افغانستان تازه مېوو د صادرولو لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.»
په همدې حال کې د ریاست الوزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترمز ته د خپل سفر پر مهال د ازبېکستان له لومړي وزیر سره په کتنه کې ویلي، سرپرست حکومت د ټولو هغو چارو عملي کولو لپاره چمتوو دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له لا تودېدو او پیاوړي کېدو سره مرسته کوي.
هغه زیاته کړې: « اسلامي امارت د ټولو هغو چارو عملي پیل لپاره چمتوو دی، چې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او پیاوړي کولو کې رغنده رول لوبوي.»
د اقتصادي چارو شنوونکي د ازبېکستان دغه ګام ستايي او وايي، دغه کار کولی شي پر نورو هېوادونو مثبت اغېز ولري.
د دوی په خبره، له دې لارې له یو شمېر ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره نښلېدل به د تورخم سپین بولدک د لارو ښه بديل وي، چې د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ به د افغانستان صادرات تر اروپايي هېوادونو ورسوي.
د اقتصادي چارو شنوونکی صدیق حمید زوی وايي:« دا د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه او د خلاصون لاره ده. که افغانستان وکولی شي، د خپلو اقتصادي اړتیاوو پوره کولو لاره د پاکستان له انحصار وباسي او له نورو هېوادونو سره یې ونښلوي، دا به د افغانستان د خلاصون، سیاسي ثبات او بقا لامل شي.»
له دې وړاندې د ازبېکستان د سوداګرۍ وزیر په کابل کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي و، په راتلونکو درېیو کلونو کې به له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۳ مېلیارد ډالرو ته ورسوي.