Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په بلخ کې د نندارتونونو لپاره دایمي مرکز پرانیستل شو

په بلخ کې د نندارتونونو لپاره دایمي مرکز پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/29

په بلخ کې د نندارتونونو لپاره دایمي مرکز پرانیستل شو

په بلخ ولایت کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او ځایي صنعت‌ کارانو د هڅولو په موخه د لومړي ځل لپاره د نندارتونونو یو دایمي مرکز پرانیستل شو.

د مزار شریف ښار د دې نندارتون په غرفو کې به له دې وروسته کورني تولیدات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کېږي.

مسوولین وايي، پر دغو  ۶۵ غرفو نږدې دوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او موخه یې موخه د سوداګرو او صنعتکارانو ملاتړ دی.

د نندارتون جوړوونکي شرکت مشر صبور کمال وايي: « دلته به زموږ ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. دولتي ادارې، خصوصي بنسټونه او سوداګر کولی شي په دې نندارتون کې خپل توکي او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي. موږ غواړو، کورنیو تولیداتو ته په کور دننه او بهر کې بازار موندنه وکړو.»

په شمال کې د نندارتونونو د دایمي مرکز مسوول لعل محمد دروېش وايي:« دغه ځای د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره جوړ شوی او په کې ۶۵ غرفې، ۱۸ خونې او د ۱۰۰ موټرو لپاره تم ځای په پام کې نیول شوي. پر دغه نندارتون نږدې ۱.۲میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.»

په ورته مهال یو شمېر سوداګر په بلخ کې د نندارتونونو د جوړولو لپاره د دایمي مرکز د پرانیستې هرکلی کوي، خو له چارواکو هم غواړي، چې د صنعت د لا ودې لپاره هغه څه وکړي، چې صنعت‌ کاران او سوداګر یې تمه لري.

سوداګر هاشم ایشان وايي: «موږ د وېزې په ګډون له بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو په تړاو ځینې ستونزې لرو؛ تمه لرو، دغه نندارتون وکولی شي موږ له بهرنیو او کورنیو پېرودونکو سره ونښلوي.»

سوداګر ذین الله عثماني بیا  وايي: «موږ په افغانستان کې تر ټولو غوره مېوې، تولیدات او صنعت لرو ، خو له بده مرغه تراوسه مو د دغو توکو د معرفي کولو لپاره ځای نه درلود.»

که څه هم افغانستان د صنعت په برخه کې د ۶۲ تولیدي توکو له پلوه پر ځان بسیا بلل کیږي، خو بیا هم باور دا دی، چې د کورنيو تولیداتو د ودې او بازار موندنې لپاره باید دغه شان ګامونه واخیستل شي.

د بلخ د صنایعو او کانونو رییس امام الدین سنایي ‌زاده وايي: « اسلامي امارت له هر هغه کس څخه ملاتړ کوي، چې دلته کار ایجاد کړي. دا د اقتصادي او صنعتي ودې لپاره یو مهم ګام دی. افغانستان په ۶۲ سکټورونو کې پرځان بسیا دی، خو اکثریت خلک په دې نه دي خبر؛ ځکه چې د دوی د معرفي لپاره نندارتونونه نه دي جوړ شوي.»

دغه دایمي نندارتون په داسې حال پرانیستل کېږي، چې تر دې وړاندې بلخ ولایت کې صنعت کارانو د کورنيو تولیداتو د معرفي کولو لپاره ځای نه درلود او دا یې لویه غوښتنه وه، چې نن د یوه خصوصي بنسټ له لوري پوره شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist