د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالي کې د انګورو له زرګونه جریبه باغونه څخه د انګورو حاصلاتو راټول له اندېښنو سره مله شوي دي.
د انګورو باغ لرونکي او کروندګر وايي، بې وخته بارانونو يې د انګورو حاصل کم کړی او ورپاتې حاصلات هم د پاکستان له خوا د لوړې ګمرکي تعرفې له امله هېڅ ګټه نه کوي او په خپل سر یې پلوري.
دوی له سرپست حکومته د سړو خونو جوړولو غوښتنه کوي، تر څو په دغسې حالاتو کې خپل حاصلات وساتي.
ژېړۍ ولسوالۍ کې یو تن بڼوال حاجي عبدالحی وايي: « څه انګور مو ږلۍ له منځه یوړل او پاتې نور اوس د پاکستان له خوا د لوړې مالیې له امله هېڅ ګټه نه راته کوي. که ګټه وي، که تاوان، موږ مجبور یو، چې خپل حاصلات وپلورو؛ ځکه دلته سړې خونې نه شته دي.»
ژېړۍ ولسوالۍ کې یو بل بڼوال شېرمحمد وايي: « د پاکستان له خوا وضع شوې مالیه لوړه ده او د انګورو حاصلات مو پرې کړي لګښتونه نه پوره کوي بلکې ټول په کرایو او لګښتونو کې ځي.»
په ورته وخت کې د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د انګورو په حاصلاتو کې کمښت مني، خو وايي علت یې اقلیمي بدلون دی.
د دغه ریاست د کرنې آمر مولوي شمس الرحمن موسی وايي: « په کندهار ولایت کې پر شاوخوا ۲۰ زره ۵۰۰ هکټاره ځمکه د انګورو باغونه لرو او تمه ده،چې سږ کال تر ۱۹۵ زرو ټنو پورې حاصلات ورکړي. روان کال د اقلیمي بدلونونو او په ځینو سیمو کې د بادونو، ورښتونو او سېلابونو له امله دغه حاصلات کم شوي دي.»
پاکستان د جولای له لومړۍ نېټې څخه دغه هېواد ته پر افغان مېوو او سبزیجاتو ۱۸ سلنه مالیه لوړه کړې، چې د باغ لرونکو ورهاخوا یې سوداګر هم تاواني کړي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د پاکستان له خوا د لوړې مالیې سربېره دغه هېواد ته د انګورو صادرات پیل شوي او هر ورځ تر شپږو لاریو انګور صادریږي.
د دوی په وینا، دا ډول ستونزې د دواړو هېوادونو سوداګري زیانمنوي.
دوی د دواړو هېوادونو له حکومتونو غوښتنه کوي، چې د سوداګرۍ لپاره دایمي اسانتیاوې رامنځته کړي.
د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي: « که چېرې دواړه لوري سره کېني او زموږ د تازه مېوې او دغه راز د هغوی د څو قلمه تازه مېوو په اړه خبرې وکړي او پرې لګول شوې تعرفه صفر کړي، په راتلونکې کې به نه له بڼوال او نه هم سوادګرو سره څه اندېښنه پاتې وي.»
اخوا پاکستان بیا واييؤ، د پیسو نړیوال صندوق له خوا د پور ورکړې شرطونو له امله يي له افغانستانه پر ورتلونکو مېوو او سبزیو ۱۸ سلنه مالیه زیاته کړې.