د زمري (اسد) ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ۱۰۵مې کالیزې سره سمون لري.
پوره ۱۰۵ کاله وړاندې د وخت پادشاه غازي امان الله خان د کابل په عیدګاه جومات کې، د ۱۹۱۹ز کال د فبرورۍ په ۲۸مه د تاج اېښودنې په مراسمو کې راټولو شویو کسانو ته د آزادۍ اعلان وکړ.
هغه په خپلو خبرو کې له انګریزانو سره د ګندمک په ګډون ټولې پخوانۍ معاهدې لغوه کړې او د پوځي یونیفورم په اغوستلو سره یې توره په لاس خلکو ته د خپلواکۍ زېری ورکړ.
له دې سره افغانستان په ختیځ کې هغه یوازینی هېواد شو، چې له انګرېزي ښکېلاک خپله آزادي اعلانوي.
د غازي امان الله خان د وینا یوه برخه: « کله چې زما خلکو زما پر سر د پادشاهۍ تاج کېښود، ما له ځان سره ژمنه وکړه، چې د افغانستان دولت باید د نړۍ د نورو خپلواکو قدرتونو په څېر په کورني او بهرني سیاست کې خپلواک، له هر ډول ظلم خوندي او یوازې د قانون تابع وي.»
د دې هېوادپال او بهرني استعمارماتوونکي پادشاه له لوړو ژورو ډکه د سلطنت ۱۰ کلنه دوره که څه هم لنډه وه؛ خو د هېواد په معاصر تاریخ کې له مهمو او ارزښناکو دورو بلل کیږي.
اماني دوره د هېواد په تاریخ کې د نوښت غوښتنې، پرمختګ او آبادۍ د پیلېدو هغه دوره ده، چې د افغانستان د معاصر تاریخ پیل ګڼل کیږي.
په دې دوره کې هېواد د مډرنیزه کېدو لوري ته لاړ او په کې ګڼې بنسټیزې لاسته راوړنې او پرمختګونه وشول.
د خپلواکۍ له اعلانېدو سره انګرېزي ښکېلاک په کور دننه د ځینو څېرو په مرسته د شاه غازې امان خان او د هغه د تجدد طلبه پروګرامونو پر وړاندې تخریبي فعالیتونه پیل کړل او له دې لارې یې د نوموړي د سلطنت پر ضد خلک کورنیو بلواګانو او جګړو ته راوبلل، چې په پای کې یې شاه جلا وطنۍ ته اړ کړای شو.
اېټالیې ته د شاه امان الله له تبعید وروسته د حبیب الله کلکاني پر مشرۍ سلطنت جوړ شو، خو د ده په ګډون افغانستان کې هېڅ نظام پايښت ته ونه رسېد او په دې ۱۰۵ کلنه دوره کې یې شاوخوا ۱۱ بېلابېل نظامونه تجربه او یو پر بل پسې ونړېدل، چې وروستی پرځېدلی هغه یې درې کاله پخوا د محمد اشرف غني پر مشرۍ جمهوري نظام و.
د خلاصون لارې شورا مشر سيد اکبر آغا د یوه نظام د پرځېدو دلیل د ملت وېش ګني او وايي، اشغالګر لومړی یو ملت سره وشي او بیا یې خاوره نیسي:
هغه زیاتوي: « که چېرې ملت سره ووېشل شي، هغه به خامخا له بهرنیو سره اړیکه نیسي او دا د یوې خاروې لپاره د اشغال پيل دی. یو هېواد تر هغې نه شي اشغال کېدای،چې اشغالګر په داخل کې خپل کسان ونه لري.»
د نظامونو یو پر بل پسې ړنګېدو وروسته ناامني، بې ثباتي او انارشي پراخې ویجاړۍ، د اقتصادي، ټولنیزو او علمي بنسټونو نړېدل، بې سوادي، دوامداره لوږه او بېکاري ترشا په میراث پرېږدې.
خو اوس پوښتنه دا ده، چې د افغانستان سیاسي نظامونه ولې دوام او پایښت نه شي موندلی؟
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په دې اند دی، چې د نظام ساتلو لپاره باید بې طرفي غوره شي.
هغه زیاتوي: « ملتونه هغه وخت اشغال کېږي، چې سره ووېشل شي. متحد صف هېڅوک نه شي ماتولی. د دوښمنانو تاکتیک تل همدا دی، چې بېل یې کړه…. د خپلواکۍ د ساتلو یو مهم عنصر دا ده چې په نړۍ کې له روانو ټکرونو او ګواښوونو ځان وساتو.»
په ټوله کې د شاه غازې امان الله خان د واکمنۍ ۱۰ کلنه دوره له پراخو پرمختګونو او نوښت پالنو سره مله دوره بلل کیږي.
باور دا دی که چېرې دغه دوره د بهرنیو دسیسو او د خپلمنځي بې باوریو ښکار شوې نه وی؛ ښايي اوسنی وضعیت بدل او هېواد ۱۰۰ کلن شاتګ ته نه وی اړ شوی.