د پاکستان له ګوادر بندر سره نږدې د ایران ستراتیژیک بندر چابهار چې د هند سمندر اوبو سره نښتی دی، د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او ټرانزیټ لپاره مناسب موقعیت لري، د منځنۍ آسیا له هېوادونو وروسته د افغانستان د تجارت او ټرانزیت لپاره تر ټولو ښه او ارزانه سوداګریزه لار ده.
تازه د ایران د سیستان او بلوچستان د بندرونو او سمندري چارو ادارې خبر ورکړی، چې د افغانستان د قيمتي ډبرو لومړۍ جوپه د چابهار بندر له لارې چين ته صادر شوه.
د دغې ادارې مرستيال حسین شهدادي ویلي:« نن د افغانستان په قیمتي ډبرو بار ۱۲ لارۍ توکي د کانټینرونو په وسیله چین ته واستول شول. دغه توکي د افغانستان له نیمروز ولایت څخه د چابهار بندر له لارې مستقیماً چین ته ولیږدول شو.»
شهدادي دغه راز ویلي، له افغانستان څخه چابهار ته په مخامخ توګه د ټرانسپورټي خدمتونو په پيل کېدو سره د چابهار بندر له لارې د مالونو د لیږد وخت او لګښت کم شوی او ورسره د ټرانزیټي مالونو د لېږد رالېږد کچه لوړه شوې.
سوداګر دغه بندر د افغانستان لپاره مهم او ګټور بولي او ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت باید کراچۍ او ګوادر بندرونو پر ځای د دغه مثبت بدیل لپاره منظم ټرانسپورټ برابر کړي تر څو افغاني توکي په کم وخت او لږ لګښت تر چابهاراو له هغه ځایه نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.
سوداګر نبي افغان وايي: «د چابهار فعال ساتلو لپاره باید موږ تخصصي او سټراتیژیک فکر وکړو. موږ کولی شو له دې لارې ایران، هند، چین، بنګله دېش او سریلانکا سره راکړه ورکړه وکړو. دغه هېوادونه زموږ د توکو او په ځانګړې توګه مېوو او ترکاریو لپاره ښه بازارونه لري. حکومت باید د لومړۍ درجې مسوول په توګه د دې لارې په اوږدو کې شته خنډونه لرې کړي.»
پانګوال او د اقتصادي چارو شنونکي له دغې لارې چین ته د صادراتو پيل د تجارت برخه کې یوه لاسته راوړنه ګڼي او زیاتوي، چابهار له کراچۍ بندر وروسته د افغانستان لپاره مهم دی او دغه لار افغانستان له نړۍ سره نښلولی شي.
د اقتصادي چارو کارپوه او پانګوال عبدالجبار ساپي وايي: « د لومړي ځل لپاره د افغانستان قېمتي ډبرې د چابهار له لارې چین ته صادرې شوې. دغه بندر له کراچۍ وروسته زموږ لپاره ډېر مهم دی او موږ کولی شو، چې له دې لارې د هند او چین په ګډون له نورې نړۍ سره سوداګري وکړو. په اقتصادي لحاظ هم دغه بندر د افغانستان د صادراتو لپاره یوه لاسته راوړنه ده او کولی شي د افغانستان تجارت ته وده ورکړي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چین ته د دغو صادراتو د مالي ارزښت په تړاو څه نه دي ویلي، خو ایراني چارواکو تمه ښودلې، چې له چابهار بندر څخه د مالونو د لېږد په زیاتېدو سره به هره ورځ له دغې لارې سلګونه لارۍ مالونه افغانستان او منخۍ آسیا ته انتقال شي.
ایراني چارواکو هیله څرګنده کړې، چې له چابهار سره د ازبکستان هېواد د رېل پټلیو نښلول به د ټرانسپورټ لګښت را کم کړي.