اوږده جګړه، د خلکو کمزوری اقتصاد، بې کاري او په هېواد کې طبیعي پېښو د افغان ماشومانو او مېندو ژوند ننګولی او ډېری والدین د خپلو ماشومانو ښې پاملرنې امکانات نه لري.
د ماشومانود خوندیتوب نړیواله اداره (سیف دې چلډرن) د افغان ماشومانو ژوند په یوه راپور کې مستند کړی دی.
راپور کې ویل شوي، روان ۲۰۲۴ کال کې ۶.۵ میلیونه ماشومان د خوړو له ناخوندیتوب سره مخ دي او له دې ډلې په هرو ۱۰ ماشومانو کې۳ ماشومان له لوږې سره مخ دي.
د راپور یوه برخه: « سږ کال په افغانستان کې له۶.۵ میلیونه ماشومانو څخه په هر ۱۰ ماشومانو کې ۳ هغه یې د خوړو له ناخوندیتوب سره مخ دي. په افغانستان کې وروستي سېلابونه، اوږدمهاله وچکالي او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو را اېستلو افغان ماشوماشومان سخت اغزمن کړي دي.»
په راپور کې د افغانستان په شمال کې وروستي سېلابونه او ورښتنونه ویجاړونکي بلل شوي او زیاته شوې،چې د دغو مرګونو سېلابونو له امله له ۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي او په زرګونه کورونه ویجاړ او دغه راز پراخه کرنیزه ځمکه یې هم تخریب کړې ده.
د دغې ادارې د اټکل له مخې، روان کال کې به ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونوڅخه کم وي له خوارځواکۍ سره به مخ شي.
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې همداراز له ایران او پاکستان د افغانانو جبري اخراج د لوږې کچې لوړېدو لوی عوامل یاد کړي دي.
د راپور یوه برخه: « په افغانستان کې درې کلنې وچکالۍ، د بېکارۍ لوړې کچې او له پاکستان او ایرانه د ۱.۴ میلیونو د زیاتو افغانانو راستنېدل پر کورنیو ناوړه اغېزې درلودلی دي، چې له دغو فکټورونو څخه اغېزمن یې نیمایی ماشومان دي.»
سیف دې چلډرن داسې مهال د افغان ماشومانو د خوړو ناخوندیتوب په هکله دغه راپور خپروي چې ډېری کورنۍ د نفقې پوره کولو ته اندېښمنې دي.
ماشومانو ته د مرستې برخې فعالان بیا وایی، د کورنیو اقتصادي وضعیت ټیکاو لپاره پکار ده چې دوی ته کاري فرصتونه برابرشي، تر څو په خبره یې له یوې خوا کورنۍ وتوانېږي له خپلو ماشومانو ښه ساتنه وکړي او بلخوا د لوږې او خوارځواکۍ ګراف راټيټ شي.
په افغانستان کې د اچ.بي.ټي موسسې مسوول کفایت الله قادري وايي: « زما په نظر حل لاره به یې دا وي چې لومړی موږ باید دوی وپېژنو او وروسته دوی ته زمینه برابره شي، چې دوی کومې کورنۍ ستونزې لري او د دوی وضعیت ته په کتو ورته کار برابر شي، که چېرته کونډې وي دوی ته د خیاطي ماشینونه یا هغه چارې چې دوی پرمخ وړلی شي برابرې شي او که نارینه وي ورته د کار زمینه برابره شي. همداراز هغه ماشومان چې بیرون کار کوي دوی په ښوونځيو کې شامل شي.»
د ماشومانو د سعید بنسټ د اړیکو مسووله سوریا یوسفي وايي: « حکومت باید له دې ناورینه د وتلو لپاره یو میکانیزوم رامنځته کړي چې په دې برخه کې مهمه د بشردوستانه مرستو لپاره ملي او نړیواله همغږي ده او همداراز یو دوامداره حیاتي میکانیزم رامنځته کول دي، لکه نغدي او د خوراکي توکو مرستې او هغه کورنۍ چې اقتصادي ناورین سره مخ دي، دوی ته دې کرنیزه برخه کې د کار زمینه برابره شي، دا لارې ګټورې تمامېدای شي او له دې ناورینه به د وتلو لار برابره کړي.»
ډاکټر دوست محمدځدراڼ وايي: « که نړیوال او دولت دوی ته د کار زمینه برابره کړي، د افغانستان پر حکومت بندیزونه کم کړي؛ نو خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي او د ژوند سویه به یې لوړه شي.»
سیف دې چلډرن د افغان ماشومانو وضعیت په تړاو د خپلو موندنو دغه راپور داسې مهال خپروي چې د خوړو نړیوال پروګرام د مالوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان پر ځوارځواکۍ اخته دي؛ خو دوی کولی شي یوازې ۱.۳ هغو ته یې رسېدنه وکړي.