Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل او تهران د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی

کابل او تهران د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/04

له پاکستان سره په سوداګرۍ کې پر ستونزو سربېره چې په ټرانزیټ کې یې له خپلو بندرونو افغانستان ته لاسرسی محدود کړی اوس افغانستان د چابهار بندر؛ له ایران سره د راکړې ورکړې سربېره له منځنۍ اسيا سره د وصلیدو لپاره ښه بدیل موندلی دی.  

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د ایران د سیستان او بلوچستان له والي سردار محمد کریمي  او د هغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي سره لیدنه کړې او دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ د پیاوړتیا په اړه یې هر اړخیزه خبرې اترې کړې دي.

سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې د ځېنو ستونزو او ننګونو د مطرح کولو په لړ کې د هغو پر حل هم خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د چابهار له لارې د ټرانزیټ د پیاوړتیا لپاره هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې د یو لړ ستونزو او ننګونو د مطرح کولو ترڅنګ د هغې په له منځه وړلو ټینګار وکړ او د ټزانزيت د پیاوړتیا، له دې ډلې اړینې اسانتیاوې، د بیو راټیټول، په چابهار کې د ټاکل شویو ځمکو د قطعاتو د بیو نهايي کول، له چابهاره د ټرانزیټي مالونو د امتیازي او اختصاصي لارې ټاکل او د چابهار په لاره کې د سړکونو او اوسپنې پټلۍ د امکاناتو او اسانتیاوو برابرول، د چاه بهار له لارې د ټرانزیټي قرنتینو د محدودیتونو له منځه وړل او ټرانزیټي تمځایونه مطرح کړل، د سیستان او بلوچستان ولایت والي کریمي د سوداګرۍ د پراختیا او ټرانزیټ د پیاوړتیا پر وړاندې د مطرح شویو ستونزو د له منځه وړلو لپاره اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.»

د چارو کارپوهان وایي، افغانستان به وتوانېږي په کم وخت او کمه بیه د چابهار بندر له لارې ټرانزیټ ترسره کړي.

د دوی په باور پر چابهار بندر کار او فعالیت به سوداګرۍ ته وده ورکړي، چې له منځنۍ آسیا هېوادونو سره سوداګرۍ ته لاره پرانېزي.

د صنعت کارانو ټولنې مشرعبدالجبارساپی وايي: « د افغانستان لپاره چابهار هم د لګښتونو او هم د وخت له مخې ګټور تمامېږي، چې له دې لارې ټرانزیټ موږ ته په ټیټه بیه تمامېږي او واردات او صادرات به په کم وخت کې ترسره کېږي او ترڅنګ یې موږ کولی شو چې له هندوستان سره هم وصل شو.»

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « په دې بندر چې څومره کار وشي او څومره اسانتیاوې رامنځته شي دا به د افغانستان د سوداګرو لپاره ډېره ښه زمینه برابره کړي، ځکه له نورو ګاونډيو هېوادونو سره چې کومې لارې لرو، هغه تل د ځېنو سیاسي فشارونو له امله بندېږي او زموږ سوداګرو ته زیان رسېږي؛ نو چابهار یو ښه بدیل دی چې په دې باید کار وشي.»

د یادونې ده، چې کابل او تهران د سوداګرۍ د پراختيا او د چابهار له لارې د ټرانزيت د پياوړتيا په موخه، د ولايتونو په کچه د يوې ګډې تخنيکي کمېټې پر جوړويدو هم ژمنتیا ښودلې، چې سوداګریز مسايل به له مرکزي کمېټې وڅاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist