په کندهار ولایت کې د تېر پرتله د وزو فارمونو وده کړې او په کې د بهرني نسل وزې، چې خلک يې ډېرې خوښوي، هم ساتل کېږي.
د یاد ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د وزو په فارم کې د ګلابي په نوم د هند نسل وزې هم ساتل کیږي.
د فارم مسوول بصیر احمد نعیمي وايي، د وزو دا نسل اصلا له هند څخه راځي، خو په وینا يي اوس دغه وزې ده له پاکستانه راوړي دي ځکه له هند څخه یې راوړل ستونزمن دي.
نعیمي وايي، غواړي د وزو دغه نسل ته دلته وده ورکړې ځکه دا وزې د وطني وزو پرتله د ژر ودې ترڅنګ ډېرې شېدې هم کوي.
هغه زیاتوي:« دا فارم چې ګلابي نسل لرونکی دی، ښې ښېدې کوي، دغه وزې په کال کې دوه ځله لنګېږي، دوه دوه بچي راوړي. دغه وزې مو له پاکستانه دلته راوستي دي، ترڅو په خپل هېواد د دې نسل ولرو. خارجي نسل غوښن هم ده، قد یې هم لوړ ده، ګلابي رنګ او سترګې یې هم ډېرې ښایسته دي.»
ګلابي، مکي چیني، بیټل او راجپوري د هندۍ وزو نسل دی چې له یوه کال راهیسي کندهار ته ځينو سوداګرو د سمپل په توګه راوړي خو اوس یې غوښتونکي زیات شوي دي.
د کندهار د مالدارۍ امر مولوي محمد حامد وايي، اوس مهال دغه ولایت کې درې د وزو ساتلو لوی او شاوخوا ۵۰ کوچني فارمونه موجود دي، چې لاهم پر زیاتېدو دي.
حامد زیاتوی:« د کندهار پر سطحه کوچني فارمونه خو ډېر دي. د وزو درې لوی فارمونه هم جوړېږي، چې په هغې کې هم ګلابي وزې دي، بلک بنګال وزې دي، راجپورۍ وزې دي او بیټل وزې دي، فارمونو کې ساتل کېږي. اوس نوې دي، تراوسه پورې یې تولید شروع کړی نه دی… خلک پانګونه کوي، تراوسه پورې یې له موږ سره درې فارمونه ثبت شوي دي.»
کندهار ته د بهرنیو چرګانو او وزو تر څنګ دا مهال شترمرغ، هوسۍ، طاووس او نور ډول ډول مرغان هم راوړل شوي څو نسلونه یې لا زیات شي.