پاکستاني چارواکو له خپل هېواده د ناقانونه کډوالو اېستلو په اړه د خپلې تېرې پرېکړې په تعقيب د روانې اپریل پر ۱۵مه رسماً د هغو افغان کډوالو د اېستلو دويمه لړۍ پيل کړه، چې دغلته د اوسېدو قانوني اسناد لري.
که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون ډېرو هېوادونو له پاکستانه په وار وارغوښتې، چې د افغانانو جبري اخراج لړۍ ودروي؛ خو برعکس دغه هېواد د خپلې پرېکړې پربنسټ په دویم پړاو کې ۸۰۰ زره کارت لرونکي افغان کډوال اخراجوي.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان (ایم.اېس.ایف) له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج په اړه اندېښنه ښودلې او په دې اړه يې د پاکستان پر پرېکړې د نيوکې ترڅنګ ويلي، ياد افغان کډوال داسې مهال بېرته خپل هېواد ته ستنوي، چې دغلته لا هم له روغتيايي خدمتونو سربېره خلک اساسي خدمتونو ته کافي لاسرسی نه لري.
یاد سازمان وايي: « د اټکل له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه افغانان اوسي. موږ له پاکستانه د افغانانو پيل شوي جبري اخراج ته اندېښمن يو. ډېری افغانان هلته له کلونو راهیسې ژوند کوي او دا ستونزمنه ده، چې هلته مېشت افغانان د ژوند اسانتیاوې پرېږدي او هغه ځای ته ستانه شي، چېرې چې لا د مخه پراخه بېوزلي، ناکافي روغتیایی خدمتونه او د ښځو لپاره محدودیتونه شتون لري.»
په کراچۍ کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري وايي، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانانو د اېستلو دويمه لړۍ پيل کړې؛ خو تر دې دمه د يادې لړۍ په ترڅ کې هېڅ افغان کډوال نه دی نيول شوی او تمه ښیي، چې پاکستان به د قانوني اسنادو لرونکي کډوال اخراج نه کړي.
تخاري زیاتوي: « وړاندې له ټول پاکستانه نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال اېستل شوي چې ځېني یې جبري او ځېنې یې په خپله خوښه وتلي دي او اوس هم هغه افغانان چې په خپله خوښه ځي نو د پاکستان له بېلابېلو برخو د هغوی د وتلو لړۍ روانه ده او په خپله خوښه خپل هېواد ته ځي. موږ له پاکستانه غواړو چې هغه افغانان چې لاسته راوړنې لري ښه چلن ورسره وکړي او اجازه ورکړي چې دلته پاکستان کې په ارامه خپل ژوند وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان خپلو سیاسي او اقتصادي موخو ته د رسېدو لپاره افغانان له خپل هېواده شړي او په خبره یې دا چاره کولی شي، ډېر افغان کډوال له لوږې او بېوزلۍ سره مخ کړي.
دوی له وايي، له سرپرست حکومته غواړو، چې له راستنو شویو کورنيو سره خپلې مرستې چټکې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دوی د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دغه دویم پلان چې د افغانانو په اېستلو کې یې لري دا به عملي کوي او اقتصادي لاسته راوړنې به په کې ولري، له نړۍ به هم د کډوالو د عنوان، ترهګرۍ د ځپلو او په سیمه کې د ناامنیو تر چتر لاندې پیسې اخلي، خپل اقتصاد او لارې به جوړوي او بانکونه به ډکوي.»
د سیاسي چارو شنونکی فهیم چکري وايي: « پر اسلامي امارت واجبه ده چې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي، دلته سرپناه ورکړل شي، د دوامداره کار زمینه ورته برابره شي څو وکولی شي خپلې اړتیاوې پوره کړي.»
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۳۰ کورنۍ چې ۵۷۷ تنه دي، په جبري ډول له پاکستانه اخراج او هېواد ته راستانه شوي دي.