Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه

هرات کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/18

مسوولین وایي، د هرات جغرافیوي موقعیت ته په کتو او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او راکړه ورکړې زیاتوالي په موخه یاده خونه پرنېستل شوه.

د هرات سوداګرۍ او پانکونې خونې اجرائیه امر محمد یوسف امین وايي: « د خصوصي سکټور د ودې او د هغوی د ستونزو د له منځه وړلو، له دې جملې د قزاقستان د ویزو ترلاسه کول او د اړینو توکو، لکه: غنمو، اوړو او نفتي توکو د تولید لپاره د دې خونې رامنځته کول زموږ سوداګرو ته ډېر ګټور دي او ترڅنګ به یې له قزاقي سوداګرو سره د قراردادونو په برخه کې پرمختګونه ولري او افغان سوداګرو سره د شته ستونزو د حل په برخه کې هم د دې خونې رامنځته کول ګټور دي.»

د قزاقستان- افغانستان سوداګرۍ ګډې خونې رئیس ارمان یاسین طایف وايي: « په حقیقت کې هرات کې د قزاقستان – افغانستان سوداګرۍ ګډې خونې جوړولو اصلي لامل د دغه ولایت سوداګریز جغرافیوي موقعیت دی. دا چې هرات نه یوازې یو لرغونی ولایت دی، بلکي  د افغانستان په لوېدیځ کې د ایران، ترکمنستان او همداراز د پاکستان هېوادونه هم سره نښلوي.»

د اقتصادي چارو کار پوهان هم د يادې خونې فعاليت افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو فرصتونو پېژندلو، راکړه ورکړې زیاتوالي او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد داوود نورزی وايي: « په ټوله کې د سوداګرۍ ګډې خونې پانګونې د فرصتونو په پېژندنه، د دوو هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو ترسره کولو، د شته اختلافونو د حل، د ګډو سوداګریزو ځمکو په پېژندلو او سوداګرو او پانګه‌والو ته سلا او مشورې ورکولو په برخه کې مهم رول لوبوي.»

بلخوا ځایي مسوولین هم دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ګډې خونې له پرانېستلو د ملاتړ ترڅنګ د سوداګرو ستونزو ته رسېدنې او هغوی ته د اسانتیاوو رامنځته کول خپل لومړیتوبونه یادوي.

د هرات والي ویاند نثار احمد الیاس وايي: « په هرات کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ یوه لویه خونه پرانېستل شوه، چې د دې خونې مسوولین دنده لري څو د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ چې کومې ستونزې دي هغه له منځته یوسې، لازمې اسانتیاوې ورته رامنځته کړي او د دواړو لورو سوداګرو د سوداګرۍ د ودې او پراختیا لپاره کار وکړي. د هرات سیمه‌ییزه اداره په دې برخه کې هڅه کوي چې لا زیات د دوی ملاتړ وکړي.»

که څه هم قزاقستان د افغانستان په څېر په وچه کې ګیر هېواد دی؛ خو د کار پوهانو په باور په منځنۍ اسیا کې د نورو هېوادونو په پرتله له مناسب اقتصادي وضعیته برخمن دی او افغانستان کولی شي، د خپل اړتیا وړ لومړني توکي له یاد هېواده ترلاسه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist