نړیوال بانک د هېواد اقتصادي څارنې په برخه کې خپل تازه راپور خپور کړی، چې په کې د افغانستان د صادراتو او واردتو د کچې ارزونې سربېره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت هم د ۲۰۲۳ز کال د مارچ له ۲۲مې، د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ تر ۲۱مې پورې ارزول شوی دی.
راپور کې ویل شوي، په دې موده کې له افغانستانه په صادراتو کې پنځه سلنه کموالی راغلی، چې اصلي لامل یې پاکستان ته د ډبرو سکتورو ۸۷ سلنه کموالی دی؛ خو له تازه میوو سربېره د خوارکي توکو اووه سلنه او د ټوکرو د صادراتو ۵۲ سلنې زیاتوالي په یو ډول دغه نقصان جبران کړی.
دغه راز راپور کې ویل شوي، د روان کال تر جنورۍ میاشتې د هېواد د وارداتو کچه له ۶۰۰میلیونه ډالرو ۸۳۰میلیونه ډالرو ته پورته شوې چې ۳۷سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور یوه برخه:« د افغانستان صادراتو کچه د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې ۱۴۰میلیون ډالرو ته رالوېدلې په داسې حال کې چې د صادراتو دغه کچه یو کال وړاندې په همدې میاشت کې ۱۴۸میلیون ډالرو ته رسېده.»
په راپور کې وړاندې راغلي، په دې موده کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت هم رالوېدلی.
د راپور یوه برخه:« د فبرورۍ تر وروستۍ نېټې، افغانۍ د ډالرو پر وړاندې ۵.۴ سلنه، د یورو پر وړاندې ۵سلنه، د چنايي یوان پر وړاندې ۱۳سلنه، هندي کلدارو پر وړاندې ۵.۲سلنه او د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې ۶.۳سلنه ټیټه شوې.»
خو له دې هرڅه سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین د نړیوال بانک د راپور خلاف په تېر ۲۰۲۳ز کال کې د صادراتو د کچې لوړوالي خبره کوي.
دوی په تېر زېږدیز کال کې یې بهر ته ۱.۹ میلیارده ډالر چې دوه سلنه زیاتوالی ښيي صادرات کړي، چې اصلي توکې یې کرنیز هغه دي.
بل پلو د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د هېواد د صادراتو په کچه کې راغلی کموالی د هېواد د اقتصادي سکټور پر زیان بولي.
راپور په یاده موده کې په ټول هېواد کې راټول شوي عواید ۱۸۹میلیارد افغانۍ ښودلي، چې ټاکلي هدف ته د رسېدا لپاره دوه سلنه کموالی خو د تېر مالي کال په پرتله ۵.۶سلنه زیاتوالی ښيي، چې اصلي لامل یې د کمرګونو ټیټ مالیات، د کمرګونو ډېر کله بندښت او بهر ته د ډبرو سکتور د صادارتو کمښت په ګوته شوی دی.