Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مرغومې ۶ مه ؛ چارواکي او کارپوهان یې په اړه څه وايي؟

د مرغومې ۶ مه ؛ چارواکي او کارپوهان یې په اړه څه وايي؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/28

د مرغومې شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي ځواکونو د یرغل له ۴۴مې کلیزې سره برابره ده. له دې کبله چې افغانان يې په اړه ترخې خاطرې لري، د مرغومې ۶مه توره ورځ بولي.

پوره ۴۴ کاله وړاندې پر همدې ورځ د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان د ځمکې او هوا له لارې يرغل وکړ، چې د حفيظ‌الله امين پر مشرۍ د وخت حکومت يې نسکور او د بابرک کارمل پر مشرۍ يې په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت حاکم کړ.

د شوروي ځواکونو د يرغل له امله نه یوازې دا چې څه باندې دوه ميليونه افغانان شهيدان او معلول شول، ترڅنګ يې ميليونونه نور افغانان د سر خونديتوب په موخه يو شمېر هېوادونو ته هم کډوال شول.

پخواني مجاهدين د شوروي ځواکونو د يرغل پر وړاندې د افغانانو درېدل برحق ګڼي؛ خو زياتوي چې له څلورو لسيزو عام افغانانو د جګړې د ناوړه سناريو قربانيان دي.

 د حزب اسلامي دارالانشاء مشر عبدالستار خواصي وايي: « د دې تېري ۴۴ کاله وشول چې په کې یو نیم میلیون افغانان شهیدن شول، له یو نیم میلیون زیات معلول او معیوب شول او له پنځه میلیونو زیات بهرینو هېوادونو ته کډوال شول، چې بالاخره د افغانستان جهاد او مجاهدینو وکولی شول چې دې یرغل ته د پای ټکی کېدي.»

خواصي وايي، ولس که څه هم افغانان د شوروي اتحاد د يرغل پر وړاندې خپلې بريالۍ موخې ته ورسېدل، خو په خبره يې رهبران يې بيا د حکومتولۍ او د يووالي په اساسې موخې کې ناکام شول.

هغه زیاتوي : « اسلامي امارت او نظام ته زما وړاندیز دا دی چې له انعطافه کار واخلي هغه خلک چې بهر ته تللي دي، د دوی قناعت باید ترلاسه کړي ترڅو په افغانستان کې د لاسوهنو زمینه برابره نه شي او خلک د پردیو د لاسوهنو ښکار نه شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر وړاندې د مجاهدينو بريالۍ مبارزې او له هغې وروسته تنظمي جګړو ته په پام وايي، چې اوسنی سرپرست حکومت دې له تېر څخه په تجربې د تاريخ د تکرار مخه ونيسي او د حکومت د بقا په موخه دې د ولس غوښتنو ته غوږ کېږدي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاد مسعود وايي: «  زما په اند تېرو تجربو ته په کتو سره اوس وخت کې یوازنۍ معقوله لار دا ده چې افغانان په خپل منځ کې یووالی ولري او په یوه ملي فکر سره ټول جرګه شي او د بهرنیو مداخلو مخه ونیسي، د خپل وطن د پرمختګ او ابادي لپاره پر ګډه سره کار وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « د افغانستان خلک باید له تېرو تجربو عبرت واخلي. هېڅ افغان دې نوره دا زمینه نه برابروي چې بهرني ځواکونه بیا پر افغانستان تېری وکړي.»

بل خوا اسلامي امارت پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو یرغل چې د څلورو لسیزو جګړو لامل بلل کېږي، غندي او ډاډ ورکويچې له تېرو تجربو يې زده‌کړه کړې او له نړۍ سره به د يوه پاخه سياست له مخې تعامل وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د مرغومي شپږمه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ وه، چې افغانان د شوروي له یرغل او تېري سره عملا مخ شول او الحمدالله د لسو کلونو په موده کې دغه لوی یرغل د ملت په همغږۍ، یووالي او مبارزې له منځه لاړ. اسلامي امارت دغه تېری غندي او د افغانانو مبارزه ستايي او د قدر وړ یې بولي. دا مبارزه د راتلونکي نسلونو لپاره ډېر لوی درس دی او هغه دا چې افغانستان خاورې ته که څوک په سپکه سترګه ګوري؛ نو افغانان سره یو دي او د خپل هېواد د دیني ارزښتونو، استقلال او ازادۍ څخه په کلکه دفاع کوي.»

د يرغل پرمهال د شوروي اتحاد شاوخوا ۱۰۰ زره سرتېري د شاوخوا نهو کلونو لپاره په افغانستان پاتې شول او د ولسي مبارزې په ترڅ کې اړ شول، چې په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist