Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا په افغانستان کې د ترهګرو احتمالي ګواښونو په اړه لا هم اندېښنه لري

امریکا په افغانستان کې د ترهګرو احتمالي ګواښونو په اړه لا هم اندېښنه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/13

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، لا هم په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په اړه اندېښنه لري او له سرپرست حکومت یې غوښتي، چې د ترهګرۍ مخنیوي په برخه کې له جدیت څځه کار واخلي. 

د یاد وزارت ویاند متیو مېلر وايي ،امریکا په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښونه څاري او د احتمالي ګواښونو د پېښېدو په صورت کې به سملاسي لاس په کار شي.

مېلر زیاته کړې:« د ترهګرو پر شتون او د بشري حقونو پر نه خوندیوب اندېښمن یو او له طالبانو غواړو چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. امریکا په افغانستان کې ترهګر څاري او د احتمالي ګواښ پر وړاندې یې چمتوالی لري.»

بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، د دوحې فورم د ناستې په څنډه کې يې د افغانستان له بېلا بېلو لوریو سره خبرې ګټورې وې.

هغه زیاتوي:« د افغانستان په تړاو د قطر او ملګرو ملتونو له چارواکو سره خبرې هېله بښونکې وې او هم نوښتګر افغانان د نجونو او هلکانو تعلیم ته پوره ژمنتیا لري.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، امریکا د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره هر وخت ضد ونقيض ادعاوې لري او هڅه کوي، په دې ډول پر سرپرست حکومت خپل فشار دوامدار وساتي.

دوی ټینګار کوي چې بشري حقونه او په ځانګړي ډول د نجونو او مېرمنو زده کړې او کار د افغانانو مسلم حق دی چې باید سرپرست حکومت یې ورکړي.

 د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « امریکا د خپلې پالېسۍ، پرګرام او پروژې پر بنسټ غواړي پر طالبانو یو ډول نه یو ډول فشار راوړي او خپلې غوښتنې پرې ومني؛ نو طالبانو ته په کار ده چې کله د ترهګرۍ غږ پورته کېږي نو دوی باید ډاډ ورکړي او په دې هکله کوټلي ګامونه پورته کړي. د نجونو او ښځو د حقونو په تړاو امریکا او نړۍ په حقه ده، ځکه دلته موږ ګورو چې د نجونو ښوونځي تړل شوې دي او ښځو ته د کار حق نه ورکول کېږي؛ نو هېله ده چې طالبان په دې هکله شرعي او قانوني د یوه نظام په توګه اقدام وکړي او د دوی حقوق تامین کړي، بیا به نو دا پلمې نورې پاتې نه شي.»

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي: « امریکا د سیاسي فشار په توګه دا خبره کوي چې اوس هم په افغانستان کې د ترهګرۍ وېره شته او غواړي نړۍ ته وښيي چې موږ د همدې لپاره افغانستان یا اسلامي امارت په رسمیت نه پېژنو چې یو ستر لامل یې د ترهګرۍ شتون دی، ځکه نړۍ خو له دوی(امریکا) پوښتنه کوي نو چې دا پلمه ونه کړي نور به څه ځواب ولري.»        

اسلامي امارت تل د ترهګریزو ګواښونو ادعاوې بې بنسټه بللې او ویلي دي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې وکارول شي او د بشري حقونو موضوع یې د افغانانو کورنۍ مسله یاده کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist