د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، پاکستان ته یې د خپل دوه ورځني سفر په لړ کې چې د روانې ډسمبر میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوی، د دې هېواد له ګڼو ملکي او امنیتي چارواکو سره پر ګڼو مسائلو خبري کړي.
وېسټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني، د پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره یې د ټي.ټي.پي او د افغان کډوالو ملاتړ او خوندیتوب بحث کړی.
وېسټ په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي چې له پاکستاني چارواکو سره یې د ټي.ټي.پي په اړه په کومو مواردو مشخصې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې:« پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په لړ کې مې د دې هېواد له ګڼو چارواکو سره
د ټي.ټي.پي له لوري د جدي امنیتي ننګونو او دغه راز له افغان کډوالو د ساتنې په تړاو ګټورې خبرې اترې وکړې.»
وېسټ وايي، په تېر یوه کال کې یې د افغان کډوالو د ملاتړ او مرستې رسونې په برخه کې ۷۷میلیونه ډالر مرسته کړې.
وېسټ دغه راز وایي، په پاکستان کې یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له اړونده مسوولینو سره د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو هم خبرې کړي دي.
هغه زیاتوي:« په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د سترې کمېشنرۍ او د کډوالو د نړیوال سازمان له مشرتابه سره مو د زیان منونکو او له ګواښ سره مخ افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې بحث وکړ.»
د سیاسي چارو شنونکي پاکستان ته د ټوماس وېسټ سفر له دې کبله مهم ګڼي چې ښايي د پاکستان له چارواکو سره تر خبرو وروسته پاکستان پر خپلې هغې پرېکړې بیا کتنې ته اړ کړي چې له مخې یې د افغان کډوالو د ناڅاپي اېستنې په برخه کې کړې.
دوی دغه راز په دې هېواد کې د هرې امنیتي پېښې وروسته افغان لوري ته د پاکستاني چارواکو ګوتنینه او ملامتول بې ځایه ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب بهادر وايي: « امریکا لا هم د افغانستان په مسایلو کې ځان ښکېل ګڼي او دویمه مسله دا ده، چې امریکا په ښکاره توګه ځان په نړیواله کچه د بشر د حقونو مدافع ګڼي.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « ټي.ټي.پي د دوی کورنۍ مسله ده، په موږ پورې هېڅ اړه نه لري. دغه جنګي بشري جنایتکاران یې چې وروزل، د کډوالو په اړه یې چې کوم ناروا حرکتونه وکړل، دا ټول د ملګرو ملتونو د کنوانسیون خلاف دي.»
وېسټ داسې مهال د افغان کډوالو د مسلې پر سر د خبرو اترو لپاره دې هېواد ته سفر کړی چې له دې وړاندې هم د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن، د کډوالو د برخې مرستیالې هم دې هېواد ته په خپل رسمي سفر کې له ګڼو پاکستاني چارواکو سره په ورته مسلې خبرې کړې وې.