د بشري حقونو څار نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، په داسې حال کې چې د سرپرست حکومت له خوا له شپږم ټولګی پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز په نړیواله کچه غندل شوی، خو پر دې سربېره د هلکانو زدهکړو ته هم د حکومت پاملرنه کمه شوې.
دغه راپور په ۸ ولايتونو کې له زدهکوونکو او د هغوی له کورنیو سره د خبرو په لړ کې چمتو شوی او په کې زیاته شوې، چې د سرپرست حکومت پر بندیزونو ولاړ دریځ به د بشري حقونو راتلونکي ته نه هېرېدونکې ناوړه پایلې ولري.
د راپور یوه برخه:« په ټولییز ډول د بشري حقونو له پام غورځول به د دې هېواد راتلونکی ډېر زیانمن کړي. ښکیل حکومتونه او ملګري ملتونه باید پر طالبانو فشار راوړي، څو له شپږم ټولکي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز او په ښوونځیو کې د هلکانو د زدهکړو پر وړا ندې کېدونکی چلن پای ته ورسوي.»
ورته مهال د سولې د نوبل جايزې ګټونکې ملالی یوسفزۍ د نېلسن منډېلا د مړینې لسمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ويلي، په افغانستان کې واکمنو چارواکو نجونې د دیني مسایلو له مخې پر ښوونځيو سربېره له هر ډول ټولنیز فعالیت منع کړي.
یوسفزۍ زیاتوي:« که تاسو په افغانستان کې ياست او نجلۍ ياست، تاسو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتون ته نه شئ تللی. کار نه شئ کولی، پارک ته نه شئ تللی. که څوک سرغړونه کوي، واکمن چارواکي ورته سزا ټاکي.»
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د هېواد بشري او اقتصادي بحرانونو ته سرپرست حکومت باید یوه داسې هر اړخیزه حل لار پیدا کړي چې هم افغانانو ته د منلو وي او هم له نړۍ سره سیاسي او اقتصادي تعامل اسان کړي.
د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي: « د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې سیاسي تعامل نه جوړېږي، ځکه د دوی دغه فرمانونه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو او له نورو هغو قوانینو سره چې هغوی یې لري په ټکر کې دي. زموږ هېواد هم جګړو ډېر وران کړی او بیارغونې ته اړتیا لري، موږ د خپلو خوېندو کار او زیار ته په هره برخه کې اړتیا وینو؛ نو ښه به دا وي چې اسلامي امارت په خپلو دغو فرمانونو له سره کتنه وکړي.»
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « د نجونو ښوونځي تړل او یا تر شپږم ټولنې پورته یې ښوونځي ته نه پرېښودل سمه نه ده او د ښوونځيو پرانېستل یوازې د نړیوالو هېله او غوښتنه نه ده، بلکې دا د افغان ملت اړتیا او غوښتنه ده، دا طالبانو ته یوه ننګونه هم ده او د اسلامي امارت رسالت او دنده هم ده چې باید د ښوونځيو پرانېستلو ته لاره هواره کړي او د بشر حق چې نقض شوی دی دا باید نجونو ته ورکړي.»
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سرپرست حکومت د چارواکو نظر هم واخلو، خو اړيکو ته يې ځواب ور نه کړ.
له دې وړاندې يې تل د بشري سازمانونو دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي دي، چې حکومت د نجونو او هلکانو د ښوونې او روزنې بهیر ته لا ډېر پام کړی او ورته د بودیجې په ځانګړې کولو سره د دوی تعلیمي نصاب اصلاح ته په یو منسجم میکانېزم کې په دقت سره کار روان دی.