Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

د کابېنې ناسته؛ د نصاب جوړولو کمېټې ته د تعليمي او تحصيلي نصاب جوړولو چارو چټکۍ سپارښتنه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/04

د رئيس ‌الوزرا پر مشرۍ د کابينې په ناسته کې د نصاب جوړولو کمېټې ته سپارښتنه شوې، چې د ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره دې د نصاب اصلاح کولو لړۍ چټکه کړي.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې دا ناسته په کندهار کې د اسلامي امارت مشرتابه پر مشرۍ شوې او د نصاب پر جوړولو سربېره په کې پر تعليمي او تحصيلي بهير بحث شوی دی.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په کندهار کې د يادې ناستې ترسره کېدل ردوي او وايي، د نصاب جوړولو کمېټې ته ياده سپارښتنه د رئيس‌الوزرا پر مشرۍ د کابينې په ۹مه غونډه کې شوې ده.

مجاهد زیاتوي: « د نصاب پر جریان بحث شوی، د دې لپاره بېلابېل کمېسیونونه ټاکل شوي، په نصاب کې مثبت بدلونونه راغلي. د کمېټو د کار پروسه واورېدل شوه، چې تراوسه څومره پرمختګ شوی او دا باید تصریح شي. همداراز ځېني نور مسایل چې د وزارتونو غوښتنې او نور موضوعات وو پر ټولو بحث وشو.»

مجاهد وايي، ټولګټو چارو وزارت ته هم دنده سپارل شوې، چې په بدخشان کې د واخان لارې سروې، ډېزاین او په اساسي توګه يې د جوړولو قرارداد په اړه هم لازم اقدامات وکړي او وروستی پلان دې يې د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې کړي.

د مجاهد په خبره، په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت ټيټ شوی او باید چې په بازارونو کې د خوراکي او غیر خوارکې توکو بیې هم ټیټې شي.

مجاهد زیاتوي: « تېره اوونۍ بحث کې د واخان پر سړک هم بحث وشو چې هلته اسانتیاوې نورې هم زیاتې شي، د سړک د جوړېدو کار چټک شي او پاتې برخه یې هم د ټولګټو وزارت له لوري ډيزاین او کار پرې وشي او وروستی راپور یې وړاندې شي. د دفاع او ټولګټو وزارتونو مقامونه خپله په مستقیم ډول لاس په کار دي او وخت پر وخت له کابینې سره مالومات شریک کوي. همدا راز په دې هم بحث وشو چې په هېواد کې د ارتزاقي او خوراکي توکي بیې د ډالرو له را ټیټېدو سره باید کمې شي.»

زده‌کوونکې نجونې د تعليمي او تحصيلي نصاب د اصلاح بشپړولو په اړه د حکومت له پرېکړې هرکلی کوي او غوښتنه یې دا ده چې راتلونکی کال دې يې پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي.

زده‌کړیاله خالده وايي: « له اسلامي امارته هېله لرو چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي ترڅو موږ زده کړې او پرمختګ وکړو.»

د سیاسي چارو کارپوهان هم د حکومت دا ګام ستایي او زياتوي، له نړۍ سره د بېرته نږدې کېدو یوازېنۍ لاره د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د تړل شویو دروازو بېرته خلاصول دي.

د دوی په خبره، که سرپرست حکومت رېښتيا هم د رسمېت پېژندنې لپاره له نړۍ سره د تفاهم په هڅه کې وي، نو نجونو ته د زده کړو شریعي حق ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه  نازکمیر زیارمل وايي: « پرته له شکه د رهبرۍ لېوالتیا چې څومره تعلیمي برخې پورې اړوندېږي په هماغه کچه چارواکي هم دې ته لېوالتیا ښي چې په دې چارو ژر تر ژره کار وکړي ترڅو نصاب ته یو چوکاټ جوړ کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وایي: « د اقتصادي برنامو د مدیریت په موخه د بدخشان واخان کوریډور هم د بحث وړ دی او کولی شي د ملت او حاکمیت ترمنځ فاصلې مدیریت کړي.»

په ټوله کې باور دا دی چې نجونې ته د زده‌کړو د اجازې ورکړه هم په معنوي لحاظ او هم له سیاسي پلوه د هېواد پر ګټه ده.

د همدې باور له مخې، نجونو ته د زده‌کړو له اجازې سره له یوې خوا د هېواد روښانه راتلونکی تضمینېدای او له بلې خوا د نړيوالې ټولنې هغه پلمې له منځه تللی شي، چې د رسمېت پېژندنې پر وړاندې يې مخې ته کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist