Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد : نظام ته د پخوانيو تجربه شويو څېرو بیا راتګ ناشونی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/29

تهران یو ځل بیا په کابل کې د داسې حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی چې د دوی په باور باید د افغانستان د ټولو قومونو استازي په کې برخه ولري.

د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي، ایران په افغانستان کې د ثبات او امینت د ټینګښت په لټه کې دی.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان اوسنی نظام ټولګډونه دی د ټولو ولایتونو وګړي او د قومونو استازي په کې ونډه لري.

مجاهد وايي، د تیر نظام ۸۰ سلنه برخه لاهم پرخپل ځای ده او هغه چې په افغانستان کې غواړي د ټولګډونه حکومت په نوم پخوانۍ تجربه شوې سیاسي څيرې واک ته ورسوي سیاسي اهداف لري.

د مجاهد په خبره، اوسني نظام ته د پخوانیو تجربه شویو څېرو بیا راتګ ناشونی دی.

هغه زیاتوي:« د افغانستان اسلامي امارت اوس هم ټولګډونه دی، په نظام کې د ټولو قومونو استازي شته، همداراز د ټولو ولایتونو استازي په نظام کې شته او ښه په اخلاص سره کار کوي او خدمات وړاندې کوي. د تېر نظام ۸۰ سلنه کارکوونکي په خپل ځای دي، له دې سره سره که څوک بیا هم د ټولګدونه نارې وهي، نو دوی سیاسي موخې لري او غواړي هغه څېرې چې په افغانستان کې یې ماته خوړلې او په خپله ازموینه کې پاتې راغلي دي، هغه بیا پر افغانانو مسلط کړي چې دا نا شونې ده.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، هغه ټولګډونه حکومت چې پخوانۍ څیرې او ځينې هېوادونه یې په افغانستان کې غواړي افغانانو ته د منلو نه دي.

دوی وايي، په حکومتي ادارو کې د وړتیا له مخې ټاکنې کولی شي چې نظام ټولګډونه کړي او د ولس غوښتنه هم همدا ده.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« هغه ټولګډونه حکومت چې له ځېنو بې شرمه سیاسي او تکراري څېرو چې دوی د افغانستان د بدبختۍ لامل ګرځېدلې جوړ وي، افغانان له هغو کسانو جوړ ټولګډونه حکومت نه غواړي، ځکه هغه ډول ټولګډونه حکومت دوی د کرزي او غني په وخت کې تجربه کړ، یوازې یو څو کسان مافیه راغلي وو او په حکومت یې خېټه اچولې وه، ځانونه یې د قومونو او سیمو ټکه داران معرفي کول. افغانان داسې ټولګډونه حکومت غواړي چې هلته کار اهل کار ته وسپارل شي.»

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « که موږ غواړو یو افغاني ټولګډونه حکومت ولرو، دا حکومت باید د اساسی قانون پر بنسټ وي، د افغانستان ملت د مستقیمې او مخامخ رایې له مخې ټاکل شوی وي، د حکومت پر مخوړونکي باید افغانستان ته ژمنتیا ولري، د افغان ملت له واحدو او متحدو ارزښتونو څخه منکر نه وي؛ بلکې ورته ژمن وي.»

ځينې نور بیا وايي، د ټولګډونه حکومت رامنځته کولو موخه دا نه ده چې هغه پخوانۍ څیرې چې ۲۰ کاله یې د قوم او سمت په نوم واک ته رسیدلي و هېواد او خلکو ته یې د خدمت پرځای خپل جیبونه ډک کړل.

دوی وايي، داسې حکومت باید رامنځ ته شي چې د افغانستان ټولو اقشارو استازي په کې ځان وګوري.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت موخه په حقیقت کې د هغو سیاسي او بدنامو څېرو بیا نه تکرارېدل دي، چې له بده مرغه دوی د خپل حکومت په دوران کې له عېش او نوش، ماڼۍ جوړولو او خپلو کورنیو ته اسانتیاوو برابرولو پرته افغانستان ته هېڅ ډول خدمت ترسره نه کړ. یو ملي ټولګډونه حکومت هغه وخت جوړېږي چې د ښځو او نارینه وو په ګډون ټول ژمن او متخصص کسان، متقي، روښانفکره او ملي سیاسي څېرې او د بېلابېلو قومونو او قشرونو استازو ته، چې د دې هېواد معنوي پانګه ده په حکومت کې ځای ورکړل شي او خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې له دوی ګټه واخېستل شي.»

له هغې وروسته چې جمهوریت سقوط شوی او اسلامي امارت واک ته رسیدلی د افغانستان ګاونډي هېوادونو او په تیره بیا ایران ، تاجکستان او روسیه افغانانو لپاره د ټولګډونه حکومت نسخې وړاندې کوي چې د کتونکو په باور دغه هېوادونه غواړي د دوی ګټو ته ژمنې څيرې د ټولګډونه حکومت په نوم د افغانستان نظام کې ځای پرځای کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist