د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې ادارې (سيګار) په یوه راپور کې چې د امريکا د استازو جرګې ته يې وړاندې کړی ادعا کړې، چې د افغانستان سرپرست حکومت د امریکا زیاته اندازه بشري مرستې د ځان پر ګټه کارولي او هغو اړمنو افغانانو ته چې دا مرستې باید ورکړل شوې وی نه دي رسېدلي.
راپور له مخې، په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هم امريکا له افغانانو سره تر ټولو ډېرې بشري مرستې کړي، خو پر دې سربېره هم افغانان له یوه نا اټکل شوي بشري ناورین سره مخ دي.
د سیګار مشر جان سپکو ویلي:« د بشري مرستو د څارنې لمنځه وړلو هڅې کېږي. سازمانونه هم له ویرې په مرستو کې د مداخلو په اړه څه نه وايي. طالبانو څارونکي وېرولي، چې د مداخلو په اړه چپه خوله پاتې شي.»
د سیګار په راپور کې ويل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر ۳۰مې امريکا له افغانستان سره په بشري او پراختيايي برخو کې څه باندې دوه نيم میليارد ډالر مرسته کړې.
په راپور کې اشاره شوې، چې د ترسره شویو ارزونو موندنې ښيې، چې د يادو مرستو له ډلې د ۳۰ ميليونه ډالرو په اړه شک موجود دی.
راپور کې ادعا شوې چې له يو شمېر شرکتونو او موسسو سره له اړيکو وروسته يې مالومه کړې، چې د ۳۰ ميليونه ډالرو له ډلې ۱۰ ميليونه هغه يې د سرپرست حکومت له لوري د ماليې او نورو لګښتونو په پلمه اخېستل شوي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دې ادعاوو په ردولو سره وايي، چې د بشري مرستو د وېش له بهير يوازې څارنه کوي او په کې يې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې.
مجاهد زیاته کړې:« موږ دغه ادعاوې په کلکه ردوو. په افغانستان کې داسې هېڅ څه نه دي شوي. اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له لوري یوازې نظارت کوي. د مرستو بهیر کې لاسوهنه یا دا چې هغه بهیر زیانمن کړي یا د دوی کارونه ټکني کړي داسې څه نه دي شوي او په دې اړه چې څه خپریږي هغه سم نه دي.»
د چارو یو شمیر کارپوهان که څه هم د سګار پلټنو ته د شک په سترګه ګوري، خو له سرپرست حکومت هم غواړي چې د يادو مرستو د وېش لپاره يو روڼ ميکانېزم رامنځته کړي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« مالومه نه ده چې دا مرستې چاته کېږي، په دې اړه باید طالبان د حاکم نظام په توګه او هم امریکا د یوه مرستندویه هېواد په توګه د روڼتیا یو سیسم رامنځته کړي.»
سیګار د خپل راپور په وروستۍ برخه کې ویلي، چې د مرسته شویو پیسو په اړه به خپلو جدي پلټنو ته دوام ورکوي.