یو شمېر لویدیځو هېوادونو یوه ګډه خبرپاڼه کې د داعش ډلې پر وړاندې n اسلامي امارت مبارزه بریالۍ یاده کړې، خو اندېښنه یې څرګنده کړې چې ځینې وسلi والې ډلې لا هم په دې لټه کې دي چې افغانستان کې خوندي ځایونه پیدا کړي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې او بیاځلې یې ډاډ ورکړی چې خاوره به یې د چا پر ضد نه کارول کېږي.
مجاهد زیاته کړې: « داعش په نامه پدیده اوس په افغانستان کې ځپل شوې او یو یا نیم فیصد که چېرته پاتې وي د هغوی د ځپلو په پلان هم کار روان دی او دا اوس افغانانو ته کومه لویه ستونزه نه ده.»
بل خوا د کاناډا، اروپایي ټولنې، فرانسې، المان، ایټالیا، جاپان، ناروې، برېټانیا او د امریکا ځانګړو استازو په دې ګډه خبرپاڼه کې ویلي، څه باندې ۲۹ میلیونه افغان وګړي د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د لویدیځو هیوادونو دې ځانګړو استازو په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابیدو په هکله د اندیښنې څرګندولو تر څنګ وویل چې د سرپرست حکومت پالیسیو له کبله په افغانستان کې نجونې او مېرمنې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې بې برخې شوي دي.
د لویدیځو هېوادونو ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« طالبانو د نجونو او مېرمنو د کار او زده کړو په برخه کې پراخ محدودیتونه وضع کړي، هغه اقدام چې د مېرمنو او نجونو له حقونو څخه نه یوازې سرغړونه ده بلکې له نړیوالو قوانینو څخه د افغانستان سرغړونه هم ده او د همدې محدودیتونو په پایله کې د دې هېواد اوږد مهال پرمختګ او ثبات ته زیان رسیږي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « دا شونې نه ده چې موږ په یوازې ځان وکولی شو د افغانستان ټولې ستونزې له منځه یوسو؛ نو باید د سیمې له هېوادونو سره چې د بنسټونواو سازمانونو باور لري له هغوی سره همکار او هم ګامه پرمخ ولاړ شو.»
د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « که د بشر حقونه یې موخه ده نو بیا ولې د فلسطین د ملت په اړه غلي دي، ولې هغوی نه مجازات کوي، چې د فلسطین ماشومان او بې ګناه وګړي یې په وینو کې لت پت کړې دي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د لویدېځو هېوادونو د بشري حقونو نه خوندیت ته په غبرګون کې وایي، چې د اسلامي امارت په حاکمېت سره د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي شوي او د ښځو کار او زده کړو مسله لنډمهاله ده.
مجاهد زیاتوي: « په هغو موضوعاتو کې چې د لنډ وخت لپاره په کې ځنډ راغلی، د هغې په حل لارو هم کار روان دی. هېله دا ده چې موضوع به حل شي. نړیوال باید له افغانانو سره تعامل وکړي او له ځېنو موضوعاتو د وسیلې په ډول ګټه وانخېستل شي او د تعامل په پایله کې کولی شو پرمختګونه ولرو.»
په دې ۱۳ مادییزه خبرپاڼه کې لویدېځو هېوادونو په ناهیلۍ سره ویلي، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت تر دې دمه له نورو افغانانو سره د افغانستان د راتلونکې لپاره کوم سیاسي بهیر نه دی پېل کړی.
خبرپاڼه کې غوښتنه شوې چې نوی اساسي قانون باید د شفاف، هر اړخېز او مانا لرونکي بحث وروسته ولیکل شي.