بشرحقونه او ټولګډونه حکومت هغه دوه موضوعات دي چې په نږدې هره ناسته او غوڼډه کې د افغانستان په اړه مطرح کېږي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د ټولو خلکو حقونه تامین دي او نړیوال د بشرحقونو څخه سم تعریف نه لري.
مجاهد زیاتوي:« په افغانستان کې بشري حقوق تامین دي. هغه حقوق چې اسلامي شریعت اتباعو ته ورکړي، هغه نارینه دي او که ښځينه اسلامي امارت ورته مکلف دی چې ور یې کړي.خو دغه لید د حقوقو د تعریف توپير کوي. له بده مرغه غربي نړۍ او هغه هېوادونو چې غیر اسلامي دي، هغوی فکر کوي چې موږ باید بشري حقوقو د هغوی لید له لارې تعریف کړو او وپېژنو.»
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، نړۍ که څه هم ځینې وخت د خپلو موخو لپاره بشري حقونو موضوع وړاندې کوي خو په خبره یې د نړیوالو اصولو له مخې د بشرحقونو اعلامیه هم شته چې افغانستان هم منلې او په کار ده چې دې مسلې ته حل لاره پیدا شي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« هر هېواد د خپلو ګټو او پالیسو پر اساس باندې د بشر حقوق تعریف کوي، خو بیاهم د نړیوالو اصولو له مخې، د بشر حقونو یوه اعلامیه شته چې په ۱۹۴۸ کال کې جوړه شوه، یا د امنیت شورا کې د بشر حقونو یوه شورا ده، نو که افغانستان ته موږ پام وکړو، له ښوونځيو د نجونو منع کول او دې کې خنډ جوړېدل، دا خپله د بشرحقونو نقض دی، ځکه دا د دوی ( نجونو) حق دی.»
د نجونو زده کړې او د ښځو کار بیا هغه دوه موضوعات دي چې په کوردننه او بهر یې اسلامي امارت له ننګونو سره مخ کړی دی.
کارپوهان په دې اند دي که اسلامي امارت په دا ډول موضوعاتو کې د نړیوالو اصولو له مخې ګام پورته کړي د ځېنو لورو بهانې به ختمې شي.
وړاندې له دې د ملګرو ملتونو بشرحقونو شورا ناسته کې هم په افغانستان د ښځو کار او نجونو زده کړو په اړه اندېښنې څرګندې شوې وې، خو اسلامي امارت بیا ویلي، نړۍ باید کلتور، مذهب او نورو اړخونو ته په کتو بشرحقونو په اړه خپلې اعلامیې وړاندې کړي.