Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بریټانیا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو له لوري د بې ګناه افغانانو وژنو ادعاوې څیړي

بریټانیا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو له لوري د بې ګناه افغانانو وژنو ادعاوې څیړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/26

د بریټانیا لوی درستیز ویلي، د خپلو سرتیرو هغه دوسیې څیړي چې په کې افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې ادعاوې پرې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د دوی ځواکونو له لوري دعامو افغانانو د وژنو په تړاو د ادعاوو د څېړنو ملاتړی دی.

خو افغانان وايي، ۲۰ کاله چې د امریکا پر مشرۍ د ناټو په چوکاټ کې راغلو بهرنیو سرتیرو په افغانستان کې هرډول جنګي او بشري جنایتونه ترسره کړي ، عام خلک یې وژلي ، زنداني کړي دي  پر ودونو او د جنازو پر مراسمو یې بریدونه کړي ، د افغانانو پر کورنیو یې شپنۍ چاپې او علمیات کړي چې ماشومان او ښځې په کې وژل شوې دي او همدا راز ګڼ نور جنایتونه چې د بشر حقونو له منشور سره په ټکر کې دي ترسره کړي دي .

دوی وایي، که په رېښتینې توګه په نړۍ کې د بشر حقونو دفاع ادارې موجودې وي او همدا راز د جنګي جنایتونو څیړنو واقعي محکمه وي نو باید ټول هغه بهرني سرتیري چې په افغانستان کې یې د خپل ۲۰ کن حضور پر مهال جنایتونه کړي باید محاکمه کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکا او ناټو په یرغل کې چې کوم وحشتونه شوي د دې انساني قیمت باید واخېستل شي، همداشان په دې کې ناوړه کمیاوي مواد کارول شوي، د افغانستان چاپېریال، کرکېلې او خاورې ته اوږد مهاله زیانونه اوښتي، چې د دې ټولو پوښتنه باید وشي. نړیوالې ادارې او جوړښتونه که هغه د ملګرو ملتونو دي که د امنیت شورا وي  او یا هم نړیوال قضايي جوړښتونه دي، دې کې باید دوسیې ثبت شي.»

 د سیاسی چارو شنونکی موسی سعادت وايي: « دوی هغه وحشتونه وکړل چې بشر یې په یادولو شرمېږي، د بېلګې په توګه په ودونو بمباري، په جوماتونو او مدرسو بمباري، ړندې چاپې اچول، افغانې مسلمانې خوېندې په سپو داړل، کوچني ماشومان بمبارول، ډول ډول ګواښونه، عذابونه، بګرام، د څرخي پله زندان او ګونتانامو له بيچاره ولسه ډکول… زه وایم که چېرته نړیواله خپلواکه محکمه وي نو جنګي مجرمین باید محکمې ته راکش شي او د افغانستان د بېچاره ولس غرامت باید ورکړل شي، چې ۲۰ کاله له زده کړو، بیارغونې له هر څه پاتې وو او د دوی د وحشتونو ښکار وو.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې د امریکا پر مشرۍ ناټو ځواکونو په افغانستان کې د خپلې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال افغانستان له مخکې تګ غورځولی او هر ډول کیمیاوي وسلې په کې کارولي چې د افغانستان خاورې او چاپیریال ته یې نه جبرانیدونکی زیان  اړولی چې باید اوس یې افغان حکومت ته غرامت ورکړي.

دوی وايي، غوښتنه یې داده چې افغان حکومت باید د ټولو هغو بهرنیو جنګي جنایتکارانو پر ضد چې په افغانستان کې یې جرایم ترسره کړي دي په نړیوالو محاکمو کمې دوسیې ثبت کړي او څېړنو غوښتنه یې وکړي.

دپوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دا د دولت دنده ده چې د هغو هېوادونو په خلاف دوسیې ثبت کړي چې په افغانستان کې یې جنایتونه ترسره کړي، جنګي جرمونه یې کړي، افغانان یې بې ګناه وژلي دي او د افغانستان چاپېریال یې ککړ کړی دی.»

خو د بشر حقونو له نړیوالو ادارو او د جنګي جرایمو د څیړنې له نړیوالې محکمې زیاته تمه نه کیږي .

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، دغه ادارې خپلواکې نه دي او نه شي کولی چې د ځواکمنو هېوادونو وګړي چې په افغانستان کې یې جرایم ترسره کړي دي دوسیې وڅیړي او سزا ورکړي.


د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « نړیواله جنګي محکمه هم د غربي هېوادونو په واک کې ده او امریکا خو د دې محکمې استازیتوب نه لري، امکانات يې ډېر ضعیف دي چې دغه جنګي جنایتونه په نړیواله محکمه کې وڅېړل شي. زما په نظر نور باید له نړۍ د بشر حقونو، عدالت او ډیموکراسۍ ټغر ټول شي.»

ویلي کیږي، چې د بریټاینا دفاع وزارت له لوري ټاکل شوې کمېټه  هغه ادعاوې څیړي چې ځواکونو یې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې بې ګناه افغان وګړي چې ماشومان هم په کې شامل دي وژلي دي ، په دې ادعاوو کې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د هغې کورنۍ د نهو غړو وژنه په داسې حال کې چې ویده وو، هم د بېلګې په توګه یاده شوې ده.

له دې وړاندې د بریټانیا شاهي کورنۍ غړي شهزاده هیري اقرار کړی وه چې په افغانستان کې یې د خپل پوځي ماموریت پرمهال لسګونه بې ګناه افغانان وژلي او د دوی له وژلو یې  خوند اخېسته.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist