د اکتوبر ۱۵ چې د کلیوالو ښځو په نوم نومول شوې هر کال د نړۍ ګڼوهېوادونو کې د هغو بنسټونو لخوا نمانځل کیږي چې د ښځو حقونو برخه کې فعالیت کوي خو له دې ورځې افغانستان کې یوازې یادونه کیږي ان ډېری ښځې ترې ناخبره دي.
د میلیونونه افغان ښځو د ژوند اصلي انځور همدا دی چې په کلیو او بانډو کې نالوستې پاتې دي، ځينو سیمو کې پرې درانه کارونه کیږي، جګړې ترې اولادونه اخېستي، فردي ازادي نه لري، روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی محدود او ان په نشت حساب دی.
د ښځو حقونو فعالانې وايي، تیرو ۲۰ کلونو کې په میلیونونه ډالر ولګول شول خو دا هر څه پروژه ای ول.
د ښځو حقونو فعاله روح ګل افغان وايي: « د افغانستان کليو او بانډو او په ځانګړي ډول ښځو ته هېڅ توجو نه ده شوې او د ښځو ژوند تل تر ګواښ لاندې دی. د دوی هغه فرهنګ او کلتور چې په خپلو ځمکو او باغونو کې یې کار کاوه، ان دغه امکانات هم ترې اخېستل شوې دي.»
تیرو دوه لسیزوو کې د کلیوالي ښځو د ژوند ښه والي لپاره د وخت حکومت او نړیوالو سازمانونو او هېوادونو لخوا ځینې پروژې عملې شوې خو ګټې یې اوږدمهالې نه وې او نه یې کلیوالي مېرمنې له ستونزو اېستلې دي.
له زده کړو محرومیت، په بدو کې د ښځو ورکول او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته نه لاسرسی هغه لویې نننګونې دي چې افغانستان کې ډېری کلیوالې مېرمنې ترې کړیږي.
د ښځو حقونو فعاله ثرايا پيکان وايي: « زموږ هېله دا ده چې سرپرست حکومت د هېواد د اقتصاد په پرمختیا او پراختیا کې د کلیوالي ښځو فعالتیونه له پامه ونه غورځوي. په کلیو کې د دوی د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي، ان داسې مرکزونه دې ورته فعال کړي، چې هلته دوی په اسانه توګه خپل فعالیتونه پرمخ یوسي او کار وکړي. د کلي او ښار او د ښاري او کلیوالي ښځو ترمنځ فاصله باید له منځه لاړه شي او رو رو له ساده کارونو عصري او تخنیکي فعالیتونو ته ورسېږي او خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.»
یو شمېر ښځې له سرپرست حکومته غواړي چې د کلیوالي ښځو ژوند ته دې پاملرنه وکړي ترڅو د هېواد د کرنې، صنعت او اقتصادي پرمختګ کې فعاله ونډه ولري.
دوی نیوکه لري چې د ښځو په نوم مناسبتي ورځې دې نمایشي نه نمانځل کیږي او په ریښتینې توګه دې د مېرمنو لپاره بنسټیز کار وشي.