د افغانستان پرمختګ لار تر عنوان لاندې د علومو اکاډمۍ له لورې جوړ شوي یو ورځني سیمنار کې د صنعت او اقتصاد، زراعت او مالدارۍ، روغتیا، اوبو مدیرت، تعلیم او تربیې او ټولنیزې برخې هغه موارد ول چې پرې بحثونه او مقالې واورل شوې.
د علومو اکاډمۍ مرستیال محمد علم اسحاقزی وايي، د افغانستان پرمختګ او ستونزو حل په موخه اساسي قانون ته اړتیا لري او دا چاره د پرمختګ او ښې حکومتوالۍ لامل ګرځي.
اسحاقزی زیاتوي:« زموږ بله اساسي موضوع دا ده چې په افغانستان کې د ښه حاکمیت او ښه حکومتدارۍ په خاطر باید پر نوي اساسي قانون کار ترسره شي. د اساسي قانون تسجیل او تصویب به د ټولو ملکي او نظامي ادارو وظایف او وجایب روښانه کړي او د هغې په رڼا کې به زموږ کاري ظرفیتونه ورځ تر بلې پراختیا پيدا کوي.»
د روغتیا او صنعت برخې متخصیصنو بیا د خپلو مقالو په برخه کې د هغو مواردو یادونه کړې چې دغه سکتورونه ورته ضرورت لري، وایي ستونزې او فرصتونه یې په ګوته کړې او ښه پایله به ولري.
د صنعت د برخې متخصص شوکت الله عابد وايي: « موږ په مقاله کې د صنعت د سکتور مختلف ابعاد رانغښتې دي، دا چې په افغانستان کې کوم عمده فرصتونه شته، کومې ننګونې موجودې دي. که دا د دولتي او سکټوري ادارو له لوري جدي تعقیب شي نو بې له شکه هغه طرحې او برنامې چې په راتلونکې کې جوړېږي او ستونزې او ننګونې په نښه کېږي د هغې لپاره زموږ وړاندیز شوې لارې او همداسې نورې احتمالي حل لارې ورته وړاندې کېږي.»
د روغتیا د برخې متخصص احمد شاه عمر وردګ وايي: « د افغانستان د پرمختګ لارې مختلفې دي، روغتیايي سکټور په ټوله نړۍ کې د پرمختګ ډېره مهمه سرچینه ګڼل کېږي، ځکه چې د اقتصادي پرمختګ او د دوامدارې پرمختیا له اساسي شرطونو څخه ده او د انسانانو د لومړني اساسي حق په توګه تل د نظامونو په لومړیتوب کې ځای لري.»
د اوبو برخې ځانګړی کارپوه او متخصص حامد امان بیا د افغانستان اوبه په ګاونډ کې بې سارې او د ډېرې لويې ګټې اخېستنې وړ وبللې او په خبره يې طرحې او د پرمختګ لارې یې شریکې کړې، خو وايي هېله ده د تطبیق برخه کې يې همکاري وشي.
د اوبو برخې متخصص حامد امان وايي: « که موږ وکولی شو خوږې اوبه په ډېرې کمې تصفیې سره نورو هېوادونو ته صادرې کړو نو دا به د افغانستان په اقتصاد کې رغنده رول ولري، همدارنګه د برېښنا په برخه کې ویلی شو، که موږ د افغانستان په سندیزو حوزو بېلا بېل بندونه جوړ کړو، تاسې به د بېلا بېلو بنسټونو مقدماتي سروې لیدلې وي، چې نږدې د ۲۳ زره میګاواټه برېښنا تولید لري.»
د علومو اکاډمۍ مسوولین هم ډاډ ورکوي چې د افغانستان پرمختګ لار په سیمنار کې ټولې څېړنې مقالې او د بېلا بېلو برخو جوړې شوې طرحې به اړوندو ادارو سره شریکې کړي، څو په راتلوونکې کې په تطبیقي پروژو کې ورڅخه ګټه واخېستل شي.