پوره ۲۲کاله وړاندې د اکټوبر پر ۷ مه نېټه د امریکا پر مشرۍ ايتلافي ځواکونه افغانستان ته دننه شول او په دې توګه يې د اسلامي امارت د وخت حکومت نسکور کړ.
افغانستان ته د يادو ځواکونو دننه کېدو پلمه، د سپټمبر له ۱۱مې پېښې وروسته په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه وه؛ خو پر ۲۰ کلن حضور سربېره امريکايي او نور بهرني ځواکونه داسې مهال له افغانستانه ووتل، چې په افغانستان کې له ۲۰ د ډېرو ډلو د حضور ادعا کېده.
اسلامي امارت افغانستان ته د يادو ځواکونو دننه کېدو له امله د کټوبر ۷مه توره ورځ يادوي او وايي، چې يادو ځواکونو د خپل ۲۰ کلن حضور پرمهال د عامو خلکو پر کورونو عمليات او هوايي بريدونه وکړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړي، چې يو وار بيا پر افغانستان تېری وکړي.
مجاهد زیاتوي: « نن د اکتوبر اوومه چې د تلې له ۱۵ مې نېټې سره برابره ده، پر افغانستان د امریکايي یرغل د پيل ورځ ده، دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ ده او خلک یې غندي. دا د افغانستان د۲۰ کلن زیان، ځوانانو د شهادت، کورونو د ویجاړېدو او دې هېواد ته په ځاني او مالي لحاظ درنو تلفاتو د اوښتو ورځ ده. دا ورځ ثابتوي چې هر مغرور او هر یرغلګر چې افغانستان د خلکو خاورې او دین ته په سپکه ګوري او یا احترام ورته نه کوي له ورته پایلې سره مخ کېږي او دا یو ډېر ښه عبرت دی ټولو هغو متکبیرونو ته چې په راتلونکي کې کېدای شي ظهور وکړي او په ځمکه کې وي.»
خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وایي، امریکا په خپل۲۰ کلن پوځي حضور کې چې په افغانستان کې یې درلود، له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د زرګونه افغانانو په وژلو سره بشري جنايتونه ترسره کړي.
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « د دې ورځې له امله په افغانستان باندې یوه ناپایه، اوږده او پردۍ جګړه وتپل شوه، هغه جګړه چې یوازې افغانان یې قرباني وو، د پرديو د اهدافو لپاره زموږ ارزښتونه کمرنګه او سپک شول، زموږ د هویت پر ضد کودتاوې وشوې، هغوی یې واک ته ورسول چا چې د افغانستان وجود، تاریخ، هویت، زموږ ملي ارزښتونه، زموږ ګډې قربانۍ او زموږ د خاورې وحدت یې له منځه یوړ؛ نو دا توره ورځ وه او افغانان به یې تل غندي.»
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو ۲۰ کلن حضور پرمهال ۶۶ زره د هغه مهال افغان سرتېري ووژل شول، له ۱۰۰زرو زیات ټپیان شول او همدا راز ۴۷ زره ملکیان ووژل شول او له ۷۵ زرو زیات ټپیان شوي دي.
کارپوهان وایي، امریکا د هغه شعار برعکس چې ترهګرۍ به له منځه وړي عمل وکړ. د دوی په خبره ۲۱ کاله وړاندې یې هم په افغانستان کې له ترهکرۍ اندېښنه درلوده،خو اوس همدا هېوادونه په افغانستان کې له ۲۰ کلن حضور وروسته هم د ترهګرۍ په اړه اندېښنې مطرح کوي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي: « د اکتوبر اوومه په رښتیا هم د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ ده. په دې ورځ دغه سترې متجاوزې امریکا پر افغانستان تېری وکړ، په یوه خوار، غریب او بې دفاع ولس یې تېری وکړ او پر افغانستان یې ستر افت راوړ. ۲۰ کاله یې پر افغانانو بمباري وکړه، شل کاله یې افغانان وځورول، ویې کړول، د افغانستان په کلیو او بانډو، پر ښځو او ماشومانو یې بمبونه وورول. امریکا په دې ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې تاریخي جنایت کړی.»
د امریکا او ناټو ځواکونه داسې مهال ۲۰ کاله وروسته له افغانستانه ووتل، چې اسلامي امارت بيا ځلي حاکم شو.
خو د يادو ځواکونو وتل له دې امله غير مسوولانه بلل کېږي، چې د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين ناوړه کچې ته رسېدلی دی.