د ګڼو هېوادونو له لوري د ټولګډونه حکومت په رامنځ ته کېدو ټینګار داسې انګیرل کیږي چې ګنې دغه هېوادونه غواړي یوځل بیا پخواني سیاسیون او چارواکي چې اوس یې افغانستان پرېښی دی حکومت کې ځای پرځای کړي.
د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې افغان ولس ته ازمویل شوې او تکراري څيرې نورې د منلو نه دي.
د سیاسي چارو کارپوه موسی سعادت وايي:« راځئ وګورو افغانان هغه ازمویل شوې څېرې کومې چې په میلیاردونو ډالر یې لوټ کړل، زرګونه جریمه ځمکې یې غصب کړې، هغه څېرې چې افغانان یې دلته پرېښودل او بهر وتښتیې، دا څېرې افغانان نور نه غواړی.»
ځینې نور بیا وايي، ټول افغانان حق لري چې ځان په نظام کې وګوري خو هغه کسان چې ولس امتحان کړي او ښه مخینه نه لري نه باید د حکومت برخه شي.
دغه راز دوی پر دې ټېنګار کوي چې حکومت کې باید لوستو ځوانانو ته دندې ورکړل شي.
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:« افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. په نظام کې باید هر افغان ځان وګوري. ترکومه ځایه چې د حکومت دارۍ خبره ده، هغه منفورې څېرې، چې په ملت کې بد شهرت لري او عوام ترې بدې خاطرې لري، هغه هېڅکله بیا په حکومت کې نه شي راتللی. اوس وخت د دې دی چې نوی نسل او په ځانګړي ډول ځوانه کادري طبقه باید په حکومت کې ډېر فعال رول ولري. »
اسلامي امارت بیا وايي، اوس دلته پیاوړی نظام موجود دی او سیاسي ثبات ټینګ شوی دی او پرهغو مخالفو څېرو چې د جمهوریت له سقوط سره یې سم افغانستان پریښی هېڅ ډول حساب نه کوي.
په دې وروستیو کې داسې ویل کیږي چې د یوې جرګې له لارې به چې پخواني سیاسیون او چارواکي به هم په کې ونډه ولري هغه کسان چې اوس یې هېواد پرېښی هم د حکومت برخه شي هغه څه چې اسلامي امارت یې ردوي.