د تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان او قزاقستان ولسمشران چې په یوه ګډ سفر جرمني تللي د دغه هېواد له لومړي وزیر اولاف شولڅ سره یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو هم خبرې کړي دي.
دغو مشرانو له ناستې وروسته په یوه ګډه خبرپانه کې افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې او ویلي دي چې دې جوړښت کې باید ټولو توکمونو او سیاسي ډلو ته ونډه ورکړل شي ترڅو وکولی شي د ټولو افغانانو د حقونو او آزادۍ درناوی او ساتنه وکړي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« مشرانود یوه داسې ټول ګډونه حکومت پر اهمیت ټینګار وکړ چې ټول توکمونه او سیاسي ډلې په کې په فعال ګډون سره د افغانستان د ټولو اتباعو د اساسي بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو درناوی او ساتنه وکړي او همدارنګه افغانستان کې یې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره د اقتصاد په بیا رغونه ټینګار او ملاتړ وکړ.»
د جرمني او منځنۍ آسیا هېوادونو مشرانو د یوه امن او سوکاله افغانستان د پرمختګ په تړاو خپلې ژمنې تازه کړې او زیاته کړې یې ده چې د ټولو افغانانو او په ځانګړيې ډول د ښځو او نجونو بشري حقونه باید خوندي او درناوی ورته وشي.
دغو مشرانو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ستاینه کړې او د هغوی د پروژو د ملاتړ پر اهمیت یې ټنګار کړی دی.
د خبرپاڼې یوه برخه:« مشرانو د یوه امن، سوله ییز، باثباته او سوکاله هېواد په توګه د افغانستان د پرمختګ لپاره پر خپلو ژمنو او داسې هېواد یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ټولو اتباعو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزې آزادۍ ته په کې درناوی وشي. دوی د نړیوالې ټولنې ټولې هغه هڅې وستایلې چې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو قوانینو، نورمونو او اصولو سره سم بشري مرستې کوي.»
که څه هم له وړاندې ګڼو سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې ورته غوښتنې شوي، خو نړیوالو بیا د ټول ګډونه حکومت لپاره کوم ځانګړی تعریف لا نه دی وړاندی کړی.
د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې نړیوال افغان حکومت کې خپل ځانته د نږدې کسانو ځای پر ځای کولو هڅې کوي چې دا غوښتنې یې هېڅاته د منلو وړ نه دي او افغانان داسې کوم حکومت نه غواړي.
ځینې نور بیا په دې اند دي، چې نړیوال د یوه متخصص حکومت رامنځته کیدل غواړي چې اسلامي امارت باید جدي پام ورته وکړي.
اسلامي امارت د دغو هېوادونو ګډې خبرپاڼې ته کوم غبرګونه نه دی ښودلی خو له وړاندې یې ویلي چې په راتګ سره یې د ټولو افغانانانو حقونه خوندي شوي، حکومت یې ټول ګډونه دی او د حکومت جوړښت لپاره د ځېنو هېوادونو نسخې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.