د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ او مرستو د اړتیا د ډېریدنې په تړاواندیښنه ښودلې ده.
یونېسف ویلي، په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه زیات ماشومان چې د زرګونو هغو عمر له ۵کلنۍ کم دی بشري مرستو ته اړتیا لري.
یونېسف زیاته کړې:« په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه اړو کسانو څخه ۱۵.۸ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري. د روان کال اګسټ میاشتې پورې د افغانستان په ۳۳۳ ولسوالیو کې د شدید نس ناستې او ډیهایدریشن له ۱۵۲ زرو څخه زیاتې پیښې ثبت شوې دي چې له دې شمیرو تر ۸۷ زرو زیات یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.»
د اقتصادي چارو کاپوهان د روغتیا په برخه کې د ستونزو د ډېریدو لامل د نړیوالو مرستو کمښت یادوي، خو زیاتوي چې ماشومانو ته د سمې او سالمې روزنې لپاره باید اقتصادي ځواک برابرولو لپاره هڅې وشي.
د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي:« په هره اندازه چې د نړیوالو مرستو اندازه په افغانستان کې کمېږي، خپل تاثیرات لرلی شي، که هغه د عامو افغانانو په ورځني ژوند باندې دي او یا هم په نورو برخو، ځکه ډېری افغانان له دې لارې د خپل ژوند ضرورتونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ترلاسه کوي. په نړیوالو مرستو کې د یونېسف ونډه ډېره مهمه ده، ځکه دغه اداره تر ډېره د ماشومانو لپاره د زده کړو او صحت په برخو کې امکانات برابروي. کله چې دغه مرستې کمې شي او یا هم ودرېږي، د عامو افغانانو پر ماشومانو خپل تاثیرات لري.»
اروپايي ټولنې هم په افغانستان د میلیونونو بې وزلو ماشومانو په ژوند اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د یادې ټولنې استازې رافېلا لویدس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د بد بشري وضعیت له امله مېندوارې مېرمنې هم بې اغیزې نه دي پاتې.
هغې زیاته کړې:« په افغانستان کې له ۸۷۵ زرو ډېر ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي له خواځواکۍ سره مخ دي. مېندواره مېرمنې هم په دې کچه د یادې ستونزې تر اغیز لاندې دي.»
د ماشومانو وضعیت په اړه اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې په افغانستان کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېری لرې پرتو ولسوالیو کې عام خلک له نیمګړو روغتیايي خدماتو څخه شکایت کوي. خو چارواکي وايي د تېر پرتله یې روغتیايي اسانتیاو برابرولو کې هڅې ګړندۍ کړي او هغو سیمو ته یې روغتیا پالان استولي چې لیسیزې ترې خلک بې برخي ول.