د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني د چهارشنې پر ورځ ( د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۵ مه) د پولیسو اکاډمۍ نصاب بیا کتنې سیمینار په پای غونډه کې د اوسني نظام بقا په موخه شريعت معيار ګرځول حياتي وبلل او زياتوي، په نظام کې بايد د داسې کړنو چې د ولس زړه ماتوي په کلکه مخنيوی وشي.
حقاني امنيتي مسوولینو ته په خطاب کې وويل، پوليس د مشرتابه د احکامو د تطبيق مرجع ده او بايد د يادو احکامو تطبيق د يوه داسې سالم چلن په چوکاټ کې وي، چې پر خلکو بوج نه شي.
حقاني زیاتوي: « که په نظام کې داسې کارونه وکړو چې د خلکو زړه مات شي، نفرت یې زیات شي، دوښمني یې زیاته شي طبعاً به د بل د ګټې لپاره د یو او بل په مقابل کې درېږو. که موږ په سمه مانا دین او اسلام ته ژمن یو، په خپله ژمنه ولاړ یو؛ نو هغه مخالفین چې په بل فکر روزل شوې دي، که سږ نه وي راتلونکی کال به یې خدای په فکر کې وسعت راوړي.»
حقاني په افغانستان کې نظام جوړونې ته په اشارې سره وايي، په تېر کې يو لړ افکار چې ګټه يې نورو ته رسېده، د نظام د احيا او انسجام پر وړاندې خنډ وو او له امله يې په افغانستان کې دوښمنۍ زياتې شوې.
په ورته وخت کې حقاني وايي، د تېرې مبارزې پرمهال يې د مالوم جهت پر وړاندې زور کارولی خو په خبره يې دامهال روز کارول بايد د ولس پر وړاندې نه، بلکې د دوښمن له منځه وړلو په موخه وي.
هغه زیاته کړه: « اوس چې خدای زه زورور کړم نو دې ته یې نه یم زورور کړی چې په خپلو دوستانو زور معلوم کړم، دا زور خدای ماته د دوښمن لپاره راکړی، دا کبر چې خدای راکړی د دوښمن لپاره یې راکړی، په خپلو وروڼو به موږ کبر نه کوو، په خپل ملت به کبر نه کوو، موږ به په خپل ځان کې محمدي صفات پیدا کوو.»
سراجالدين حقاني د پوليسو پر مسلکيتو د ټينګار ترڅنګ وايي، تېره مبارزه بايد د دندې د بديل په توګه تلقي نه شي.
نوموړي زیاتوي: « دا معیار مه ګرځوئ چې ما ۲۰ کاله جهاد کړی، خدمت مې کړی دی. نن ماته وظیفه نه پیدا کېږي؛ خو دا جهاد موږ د هېواد د ازادۍ ساتنې لپاره، د دین ساتنې لپاره موږ دا قرباني ورکړه. د نظام جوړونې لپاره که زه خدمت ته درېږم نو لکه پرون مو چې په سنګر کې لوږه، تنده او بې خوبي تېروله نن به هم زه همدومره تکلیف په ځان تېر کړم، موټر چلوونه به زده کړم بیا به خدمت ته راوځمه.»
سراجالدين حقاني داسې مهال د نظام بقام په موخه له خلکو سره د سالم چلن پر کولو ټينګار کوي، چې نوموړی موده وړاندې يو شمېر ولايتونو ته د سفر پر مهال، له خلکو او قومي مشرانو سره په لېدنه کې د دوی ستونزې له نږدې اورېدلې وې.