د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۷۸یمې ناستې په اوومه ورځ هم افغانستان د یو شمېر هېوادونو د مشرانو د خبرو برخه وه.
د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود دې ناستې ته په خپلو خبرو کې، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ملاتړ ترڅنګ د ترهګرۍ د پراخېدا په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې دغه هېواد نه باید د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي.
هغه زیاته کړې:« موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړي یو. دغه هېواد باید د ترهګرو ډلو پر خوندي پټنځای بدل نه شي. موږ د ښځو د زدهکړو او کار په ګډون د افغانانو دبشري حقونو غوښتونکي یو. د دې ترڅنګ موږ د اړمنو افغانانو د ستونزو راکمېدو لپاره د سیمهییزو او نړیوالو مرستو غوښتونکي یو.»
په دې ناسته کې د اندونیزیا لومړۍ وزیرې رتنو مرسودي هم له افغانانو د خپل هېواد پر ملاتړ سربېره نړۍ د افغانستان پر وړاندې ګډ مسوولیت درلودو ته هڅولې.
مرسودي هم د افغانانو حقونو او په تېره بیا زدهکړو ته د ښځو د لاسرسي ملاتړ کړی.
هغې زیاته کړې:« موږ د افغانستان او فلسطین خلکو پر وړاندې ګډ مسوولیت لرو. اندونیزیا به له افغانانو سره د مرستو ټولې هڅې وکړي، څو ډاډ ترلاسه شي، چې زدهکړو ته د لاسرسي ترڅنګ د افغان ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کېږي.»
په افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ په تړاو که څه هم د سیمې ګڼ هېوادونه په یوه خوله دي او په دې تړاو ګډ دریځونه لري؛ خو شنونکي بیا دغه څه تر هغه وخته د تحقق وړ نه بولي ترڅو په کور دننه د ټولو افغانانو په خوښه حکومت نه وي رامنځته شوی.
سعودي عربستان تېر کال خپل سفارت د ناڅرګندو لاملونو له کبله وتړه. که څه هم دغه هېواد په سر کې دغه پرېکړه لنډمهالې وبلله؛ خو لا يې هم په افغانستان کې خپل سفارت بېرته نه دی پرانېستی.
له ایران او قطر سره، چې په سیمه کې د سعودي عربستان له مهمو سیالانو بلل کېږي؛ د افغانستان سرپرست حکومت نسبتا ښو اړیکو درلودل دا امکان زیاتوي، چې سعودي عربستان هم په راتلونکې کې له سرپرست حکومت سره د اړیکو نږدېوالي ته وهڅوي.