د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي وايي، دغه پروګرام په تاريخي لحاظ له بد مالي کړکېچ سره مخ دی او په خبره يې د بوديجې دغه کمښت داسې مهال دی، چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د اړتیا تامینول ستونزمن شوي.
د ياد پروګرام مشرې سینډي مک کین ویلي، په افغانستان کې د خپل پروګرام دوام لپاره د اکتوبر میاشتې تر وروستیو پورې کافي پیسې نه لري او که بسپنه ورنه کړل شي، نو له افغانستانه په بشپړه توګه وتلو ته اړ کېږي.
مککین زیاته کړې:« د روانې سپټمبر میاشتې په نیمايي او وروستۍ اونۍ کې به موږ افغانستان کې د بسپنې له سخت کمښت سره مخ شو، چې له امله به یې موږ اړ شو په افغانستان کې ماموریت وځنډوو. په لومړي ځل په داسې حال کې چې نړۍ کې خوراکي مرستو ته اړتیا څو برابره په لوړېدو ده، له دغه بنسټ سره مرستې کمې شوي او دا سازمان اړ شوی، چې د افغانستان، بنګلهدېش، فلسطین، کانګو، هایټي، اردن، سویلي سوډان، سوماليا او سوریې په څېر سیمو کې خپلې مرستې کمې کړي.»
مک کین ویلي، په مرستندویه هېوادونو کې له اړمنو هېوادونو سره د مرستو په تړاو حساسیت ډېر شوی دی.
ملګري ملتونه وايي، ۲۰۲۳ کال په تېرو درېیو لسیزو کې دویم پرله پسې کال دی، چې نړۍ کې د انسان د پرمختګ شاخص په کې له ځوړ سره مخامخ دی.
د اقتصادي چارو کارپوهان د خوړو نړیوال پروګرام د فعاليتونو احتمالي ځنډېدل د اندېښنې وړ بولي او غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې فقر، بېروزګارۍ لوړې کچې ته په کتو دې نړيوال سازمانونه نه دا چې فعاليتونه وځنډوي بلکې له افغانستان سره دې مرستې لا زياتې کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « مسله دا ده چې د افغانستان حکومت له کومو لارو کار واخلي څو په هېواد کې د دغه بشري ناورین مخنیوي وشي، ځکه اوس مهال چې افغانستان په کوم وضعیت کې دی نو د نړیوالې ټولنې مرستو ته ډېره اړتیا لري او که دا مرستې بندې شي نو خلک به له جدي ستونزو سره مخ شي. اړتیا ده چې حکومت دې په لومړي قدم کې هڅه وکړي چې له نړۍ سره خپلې سیاسي ستونزې هوارې کړي، څو افغانستان له اقتصادي بندېزونو خلاص نه شي او نړۍ دې نه یوازې د بشردوستانه بحثونو په برخه کې، بلکې د اقتصادي او پراختیايي پروژو د ودې په برخه کې هم باید اقتصادي مرستې وکړي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مسوولې درې میاشتې مخکې ویلي ول چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۰ میلیونه کسان کافي خواړه نه لري، په تش نس ویدېږي او څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ او مړینې له ګواښونو سره مخامخ دي.