Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 وېسټ: د افغانستان ستونزې حل لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي

وېسټ: افغانستان کې د داعش په ګډون وسلوالې ډلې د پام وړ ځپل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/14

شاوخوا تېرو دوو کلونو کې افغانستان د ځېنو خونړیو بریدونو شاهد وه، خو په دې وروستیو کې دا پيښې د پام وړ کمې شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې، مهم غړي یې وژل شوي او نور له دې هېواده امریکا او متحدانو ته یې  د ګواښ پېښولو په حد کې نه ده.

وېسټ زیاته کړې:« هغه ډله چې موږ یې په تړاو زیاته اندېښنه لرو هغه داعش دی. فکر کوم دا اوس روښانه ده، چې د طالبانو ۲۰۲۳ کال عملیاتو کې حد اقل د داعش ۸ مهم غړي له منځه وړل شوي دي، چې ځینې یې د بهرنیو دسیسو مسول ول. طالبانو د دوی پر وړاند ډېر سخت دریځ غوره کړی او د داعش ډېری وړتيا یې له منځه وړې ده. نه غواړم دې موضوع کې ډېره مبالغه وکړو لکه څرنګه مې چې وویل موږ د دې ډلې په اړه اندېښنه لرو خو د طالبانو عملیات د دوی پر وړاندې بریالي دي او د دوی وړتیا یې کمزورې کړې.»

که څه هم د سیمې ځېنو هېوادونو له افغانستان څخه د امنیتي ګواښ اندېښنه مطرح کړې، خو وېسټ ویلي  له ۲۰۲۳ کال وړاندې ډېری افغانان د ترهګریزو بریدونو قربانیان ول.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي په دې باور دي، چې له وړاندې هم په افغانستان کې داسې ډلې شتون نه درلود، چې له دې هېواده کوم بل چا ته ګواښ پېښ کړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی محمد متین محمد خېل وايي: « تاسې پوهېږئ چې په امریکا کې هم مختلف تناقضات لیدل کېږي، له دې معلومېږي چې هلته هم کانګرس یوه خبره کوي، ډیموکراتان بله خبره کوي، جمهوریت غوښتونکي بله خبره کوي، دا په دې مانا ده چې د دوی لید لوری هم واحد نه دی، په ټوله کې په افغانستان کې نیابتې ډلې وجود نه لري، نه پخوا وې او نه هم اوس شته دي.»

توماس وېسټ د داعش ډلې د ځپلو ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت د بندیزونو لرې کولو ترڅنګ ځینې غوښتنې لري، خو په خبره يې په اوسنیو شرایطو کې دا غوښتنې نشي منل کېدای.

دغه راز نوموړي ویلي، تر هغې چې سرپرست حکومت له خپلو خلکو سره چلن بدل نه کړي د نړیوالې ټولنې د اړیکو عادي کیدل ورسره ممکن نه دي.

هغه زیاتوي:« طالبان د بندیزونو لرې کیدل غواړي، دوی لویې چوکۍ، هېواد کې اقتصادي مداخله او نیویارک کې د دوی دایمي استازولي غواړي، خو د اړیکو عادي کولو پر لور د سترو ګامونو اخېستل زما په اند ممکن نه دي. زه فکر کوم چې د نړیوالې ټولنې تر منځ به تر هغه وخته په دې تړاو یووالی شتون ولري، تر څو موږ له خلکو سره د طالبانو چلن کې د پام وړ بدلون ونه ګورو.»

وېسټ ویلي، که څه هم اسلامي امارت د امنیتي ګواښونو په له منځه وړلو کولو کې پرمختګ کړی او په اړه يې جدي اقدامات کړي، خو که غواړي له نړۍ سره یې اړیکې عادي شي، په امنیتي برخه کې دې خپل مسوولیت ادا او د ښځو پر وړاندې دې خپلو پالیسو کې بدلون راولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist