له تیرو دوه کلونو راهیسې کابل له سختو نړیوالو سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخ دی او د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو نومونه لاهم په تورو لیستونو کې دي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، تیرو دوه کلونو وښوده چې فشارونه او بندیزونه پایله نه ورکوي او نړۍ باید د تعامل او نرمښت لار غوره کړي.
دوی وايي، پرافغانستان لګیدولو بندیزونو او فشارونو یوازې د عامو افغانانو پر ژوند ناسم اغیز کړی او سخت اقتصادي بحران سره یې مخ کړي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان پر اوسني سرپرست حکومت د سیاسي بندیزونو، اقتصادي او سیاسي فشارونو وضع کول د دوی پر ژوند اغېز نه کوي؛ خو له بده مرغه دا د عامو خلکو پر ژوند ناوړه اغېزه کوي او ورځ تر بلې بې کاري، بې وزلي، فقر او جبري کډوالۍ زیاتېږي، همداشان د بېلا بېلو ناورغیو او د خلکو د پاشلو لامل هم ګرځي.»
د دغو ستونزو حل لپاره په کور دننه له سیاسي احزابو او مدني ټولنو سره تعامل هم مهم یادیږي چې د دسیاسي چارو کارپوهان په باور دا کار کولی شي چې شته بې باوري له منځه یوسي.
دوی وايي، که د افغانستان او نړۍ ترمنځ رسمي اړیکې ټینګې شي له دې لارې افغان حکومت کولی شي چې ټولې هغه ستونزې او اندیښنې له منځه یوسي چې د هېواد د راتلونکې لپاره یې لري.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت د نه پېژندلو خبره، په کوردننه د اختلافاتو مسایل چې پخواني احزاب، سیاسیون او مشران لا هم د دولت په اډانه کې ځان نه ویني او دا لویه بي باوري رامنځته کوي. د دې ټولو بې باوریو د له منځه وړلو لپاره تر ټولو مهمه خبره تعامل دی، موږ اول باید خپله افغانان خپلو منځو کې سیاسي تعامل، راکړې ورکړې او خبرو اترو ته لار هواره کړو او د نړۍ او ا.ا ترمنځ د تعامل لپاره هم باید مثبت ګامونه پورته شي، ځکه د تعامل له لارې بې باوري له منځه ځي ، د باور فضاء رامنځته کېږي، د یو بل پېژندل رامنځته کېږي او له دې لارې موږ کولی شو ډېرې غوټې پرانیزو، ډېر هغه مسایل حل کړو، چې هغه د جګړې لامل ګرځي.»
د بل هر وخت پرتله اوس د افغانانو پر یووالي زیات ټینګار کیږي که هغه له هېواده بهر دي او که په کور دننه.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی غوښتنه کوي چې اسلامي امارت باید د ټولو افغانانو ترمنځ ملي یووالی ټینګ کړي او دا باور وکړي چې حکومت د دوی او دوی د حکومت دي .
د ځاځي په خبره، له دې سره به افغانستان یوځل بیا پرخپلو پښو ودریږي او هرډول بهرنۍ دسیسې به خنثی شي .
هغه زیاتوي: « دا د اسلامي امارت ملي او تاریخي مسوولیت دی، چې دوی د ولس مشروعیت ترلاسه کړي، په خپلو پښو ودرېږي، په خپلو مټو اتقا وکړي او په هېواد کې ملي یووالی تامین کړي.»
کتوونکي په دې باور دي چې د سرپرست حکومت د کار دوام د نړیوال او کورني مشروعیت نه موجودیت سیمه او نړۍ بې باوره کړې او ددې باور د بېرته ترلاسه کولو لپاره باید کابل په خپلو ځینو سیاستونو کې بدلون راولي.