Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د سرطان ناروغي ورځ بلې ته زیاتېږي

admin by admin
2019/12/11

 تېر کال افغانستان کې پنځلس زره کسانو د سرطان ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

افغانستان له هغو هیوادونو څخه شمېرل کیږي چې د سرطان د ناروغۍ کچه پکې ورځ تر بلې زیاتیږي.

د سرطان ناروغۍ لپاره ځانګړیو روغتیایي مرکزونو او د عامه پوهاوي کموالی هغه لاملونه دي چې پر سرطان د اخته کسانو شمېر یې زیات کړی.

سرطان سره د مبارزې بنسټ په باور خصوصي سکتورونو تر دې دمه په دې برخه کې د پام وړ پانګونه نه ده کړې.

پر سرطان د نړیوالې ادارې د څېړنو مالومات ښيي، ډېری کسان د سینې، سږو او معدې پر سرطان اخته کیږي چې لامل یې پر روغتیایي سکتورونو کې د امکاناتو نشتون په ګوته شوی.

افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ وایي، که د سرطان ناروغي مخه و نه نیول شي نو د مرګ ګواښ به زیات شي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر وایي، تېر کال افغانستان کې پر سرطان د اخته کسانو شل زره قضیي ثبت شوي چې پنځلس زرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر پيري مایدون داسې وویل (( افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۰ زره د سرطان قضیې ثبت شوې دي. د دغې تخمین پر بنسټ ۱۵ زره کسان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي .دلته د سرطان د قربانیانو شمیر ځکه زیات دی چې روغتیايي سکتورونه ورته رسیدګي نه شي کولای، وسایل کم دي او خدمات هم کمزوري دي))

سرطان سره د مبارزې بنسټ تر دې دمه پینځه سوه زره کسانو ته د سرطان ناروغۍ په تړاو عامه پوهاوی ورکړی خو وایي چې په دې برخه کې دې روغتیایي مرکزونه زیات شي.

اروپایي ټولنه بیا وایي په دې برخه کې حکومتي مرستې او همکارۍ ډېرې ضرور دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist