د خوړو نړيوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې يې ۱۶ ميليونه افغانانو ته چې نيمايي يې ښځې او نجونې دي، اړينې بشري مرستې رسولي دي.
یاد پروګرام زیاته کړې:« د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له ۱۶ میلیون زیاتو اړمنو خلکو سره د خوړو په برخه کې مرستې کړي. له دې ډلې نیمایي هغه يې ښځې او نجونې دي.»
دغه پروګرام داسې مهال له ياد شمېر افغانانو سره د مرستې ادعا کوي، چې په کابل کې زرګونه اړمنو کورنيو له تېرو دوو کلونو راهيسې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.
د دې کورنيو غړي وايي، نه شي کولی څو خپلو کورنيو ته خواړه پيدا کړي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« ما ته هېڅ نه دي رسېدلې. چې ورشم وايي دا د غریبانو لپاره ده. کور مې کرایي دی، څلور زره افغانۍ کرایه ورکوم، نه اوبه لرم او نه برېښنا. زاړه ښار کې ژوند کوم هغه ځای چې هېڅ د ویلو نه دی. دا ټول د مجبوریت له کبله دي. اووه کسیزه کورنۍ مې هم تر غاړې ده.»
په ورته وخت کې يو شمېر نورې کورنۍ بیا د بشري مرستو په وېش کې له ناانډولۍ شکايت کوي او وايي، دغه مرستې پر هغو کسانو وېشل کېږي، چې اقتصادي وضعيت یې سم او حقدار نه دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« دوه کاله کېږي چې له یوې بوجۍ ذغالو څخه بل هېڅ نه دي رارسېدلي. وکیلانو ته راځي هغوی یې خپلو خپلوانو ته ورکوي او بس.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« موږ ته مرستې نه دي رارسېدلې. که راغلي هم وي زورواکو اخیستي نه موږ ته. غوښتنه مې دغه ده چې دا مرستې باید غریبانو ته ورسول شي.»
د اړمنو افغانانو غوښتنه دا ده، چې د بشري مرستو رسوونکي نړيوال سازمانانونه دي د مرستو رسولو پروسه شفافه او مرستو ته دې د واقعي اړمنو لاسرسی اسان کړي.
تر ډېره د نړيوال بشري سازمانونو په مرستو نيوکه دا ده چې ياد سازمانونه اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو پر ځای ورکړل شوې بوديجه پر خپلو عادي لګښتونو مصرف کوي.