Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: سیمې او نړۍ تېر۲۰ کاله د افغانستان په تخریب کې تېر کړي

ستانکزی: سرپرست حکومت د نجونو او ښځو اساسي حق نه دی ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/24

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين شېر محمد عباس ستانکزي د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د وږي پر لومړۍ نېټه ) د علومو اکاډمۍ له لورې په یوه جوړ شوي سیمنار کې يو وار بيا د نجونو زده‌کړو او د مېرمنو له لوري د کار په اړه د حکومت پر تګ‌لاره نيوکې وکړې.

ستانکزی وايي، د نجونو زده‌کړو او د ښځو له لوري کار کولو ته جدي اړتيا ده او په خبره يې د ټولنې پر دې قشر د سختو بنديزو لګولو پر ځای بايد ورته اسانتياوې رامنځته شي.

هغه زیاتوي:« کوم ځای کې چې ستاسې د اوسېدو ځای وي هلته به ښځې هم درسره وي، پر دوی به سختي نه کوئ او د خپلې وسې مطابق به پراخې کوئ.»  ‎‎

ستانکزی وايي، ښځې په ټولو برخو کې د فعالې ونډې لرلو حق لري او اړتیا ده چې دا زمینه ورته په ښوونځيو، پوهنتونونو او نور اکاډميکو مرکزونو کې برابره شي.

نوموړی د نجونو زده‌کړې فرض کفايي او پر مسوولو چارواکو واجب بولي، چې زمینه او اسانتياوې ورته برابرې کړي.

هغه زیاته کړه:« شرعیت ښځو ته د زده کړې اجازه ورکړې، زده کړې به له کومه ځایه کوو؟ تعلیم به چېرته کوو؟ څنګه به یې کوو؟ په دې کې نر او ښځې یو شان دي، که په مدرسه کې یې کوو، تعلیمات خونو کې به یې کوو، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې یې کوو. په حدیث کې راغلي، د علم طلب په ټولو مسلمانانو باندې فرض دی په دې کې نر او ښځې شامل دي. د نجونو لپاره ښوونځی خلاصول، لیک او لوست ورښودل دا ټول مشروع دي.»

د حکومت ځيني نور چارواکي هم ورته نظر لري او باوري دي چې ښځې باید په طبابت، قضا، سوداګرۍ او د ټولنې په ټولو برخو کې مانا لرونکې ونډه ولري.

د دوی په خبره، په یادو برخو کې د ونډې لرلو لپاره د ښځو ظرفيت روزنه په ښوونځيو او پوهنتونو کې ممکنه ده.

د ازموینو ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني وايي:« زموږ او ستاسې د فقې په کتابونو کې ښځه ډاکټره جوړېدی شي، اختلاف نشته. کوم عمل چې کوي د هغې علم به زده کوي؛ نو دا علم به چېرته زده کړي جومات او که پوهنتون کې؟ پوهنتون کې، ځکه معاصر ترتیب یې دا دی. ښځه زما او ستا د مذهب په کتابونو کې تجارت کولی شي اختلاف په کې نشته، د تجارت علم به زده کوي، دا به چېرته زده کړي؟ پوهنتون کې معاصر ترتیب یې دا دی. ښځه بې له حدود او قصاصه قاضي جوړېدی شي؛ نو د قضا علم به چېرته زده کوي؟»

د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو له لوري پر کار کولو له ټینګار ورهاخوا د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د اساسي قانون نشتون هم لويه ستونزه بولي او په دې برخه کې يې د ګړنديو ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.

ستانکزي دغه راز د حکومت او ولس تر منځ واټن کمول هم د حکومت پايښت لپاره مهم وباله.

د علومو اکاډمۍ له  لورې د خېرالقرن تر عنوان لاندې دې سمينار کې د ښځو د ونډې تر سرلیک لاندې دا یو ورځنی کنفرانس و، چې په بېلا بېلو برخو کې پرې د لیکوالانو او ګډونوالو مقالې ولوستل شوې. نظرونه دا و چې ښځې د ټولنې په بېلا بېلو برخو کې په پراخه کچه د ونډې لرلو حق لري او ضرورت دی چې باید زمینه ورته برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist