د پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي یو ځل بیا له سرپرست حکومت غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.
د خوست اوسېدونکی دین محمد ځلاند وايي:« ښځه په ټولنه کې ځېنې مکلفیتونه لري چې یو شمېر یې د ټولنې او یو شمېر یې د الله ج په مقابل کې دي، ځېنې د خپلې کورنۍ له اړخه د خپل نفس د تزکیې او تکمیل په برخه کې دي، که چېرې په دغو درېیو برخو باندې بحث وکړو؛ نو د دغو درېیو برخو په اړه اګاهي پرته د زده کړې له ترلاسه کولو ناممکنه ده.»
د پکتیکا اوسېدونکی ساحل محبت وايي:« له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده، هغه نجونې چې بې تعلیمه او بې سرنوشته پاتې دي، هغوی ته دې د ښوونځيو اجازه ورکړل شي څو دوی ښوونځيو ته لاړې شي او خپلې زده کړې وکړي.»
د پکتیکا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه هر څومره ژر چې کېږي خلاص دې شي او د خلاصولو لپاره یې د ولس غوښتنه هم دا ده، چې اسلامي حجاب او نصاب دې ژر تر ژره ترتیب شي.»
په ورته وخت کې د د یادو ولایتونو یو شمېر نور ځوانان د دې ترڅنګ چې په هېواد کې د نجونو پر وړاندې د زدهکړو د خلاصون غوښتنه کوي، له سرپرست حکومته غواړي چې لوستو ځوانانو او کادرونو ته دې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې لا ډېره پاملرنه وکړي.
د دوی په خبره، حکومت ته په کار ده چې دلته له شته کادرونو په مناسبو ځایونو کې کار واخېستل شي څو بهر ته يې د تګ مخه ونیول شي.
د خوست ولایت اوسېدونکی حمید ژوند وايي:« موږ په خپل هېواد کې د نجونو زده کړو ته ډېره اړتیا لرو، د دې ترڅنګ دې ځوانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې دې هم همکاري وشي، څو له هېواده د ځوانانو د غېر قانوني تګ مخنیوی وشي.»
د پکتیا اوسېدونکی رحمت الله زیارمل وايي:« زموږ غوښتنه له دولته غوښتنه دا ده چې د ځوانانو لپاره په هېواد کې دننه د کار زمینه برابره کړي، څو ځوانان وکولی شي له خلکو او ولسونو سره یو ځای د هېواد ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړي.»
د خوست اوسېدونکی ادم ګل ابرار وايي:« دوی( مسلکي کادرونه) هغه څوک دي چې د هېواد لپاره په بېلا بېلو برخو کې کار کولی شي چې مهمې دي؛ نو باید فرصت ورکړل شي او د دوی له زده کړو او مسلکه دې ګټه واخېستل شي.»
له هغې راهیسې چې سرپرست حکومت واک ته رسېدلی دی، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې دي او ځوانان د کار له نشتوالي شکایت کوي خو د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو په هېواد کې دننه د کاري فرصتونو رامنځته کولو ډاډ څرګندوي او د نجونو ښوونځیو پرانېستلو غوښتنو ته ځواب کې یې ویلي، پر یوه تګلاره کار کوي او ژر به د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي.