د ملګرو ملتونو ګډوالۍ ادارې روان کال افغانان د اوبو د کمښت له بحران سره مخ ياد کړي دي.
يادې ادارې پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په افغانستان کې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي او ځان مينځلو لپاره کافي اوبه نه لري چې دا په ټول هېواد کې د اوبو او پاکوالي په برخه کې د شته بحران ښکاروندوي کوي.
یاده اداره زیاتوي:« ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي، ځان مینځلو لپاره کافي اوبه نه لري، چې دا په ټول هېواد کې د اوبو او حفظ الصحې بحران په ګوته کوي.»
د ملګرو ملتونو کډوالۍ اداره وايي، په تیر يوه کال ۱۶۰ زرو اړمنو افغانانو ته يې پاکې اوبه چمتوي کړي دي او روان کال کې ۲.۳ ميليونه نورو اړمنو افغانانو ته د مرستو برابرولو لپاره ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا ده.
یادې ادارې په هېواد کې وروستیو وچکالیو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې د افغانستان خلکو ته د څښاک د کافي اوبو د برابرولو وخت په تېرېدو دی.
یاده اداره زیاتوي:« د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۶۰ زرو افغانانو ته اوبه او د حفظ الصحې برخه کې مرستې تیارې کړي دي. دا چې وکولی وشو په ۲۰۲۳ کال کې له ۲.۳ میلیونه وګړو ته رسیدنه ګي وکړو، نو ۳۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. وخته په تېریدو دی او افغانستان نور انتظار نه شي کولی.»
په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزا ت د اوبو تنظیم مشر انجنیر نعمان نثار هم په هېواد کې پاکو اوبو ته د افغانانو محدود لاس رسي ستونزه مني او وايي په داسې يوه مکانيزم کار کوي چې له مخې به یې د اوبو ضايعاتو مخنيوي تر څنګ د اړتيا وړ اوبو ته د اړمنو افغانانانو لاس رسی زيات شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې مياشتي په پیل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې په خپور کړي راپور کې ويلي ول چې د افغانستان د ۳۴ ولايتونو له ډلې ۲۵ ولايتونه له سختې وچکالۍ سره مخ دي.