د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر یو ځل بیا افغان حکومت په دې هېواد کې په وروستیو وسله والو بریدونو کې په لاس لرلو او د وسله والو په کابو کولو کې په ناغېړۍ تورن کړی دی.
نوموړي د پېښور قومي جرګې ته په وینا کې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د خوندي پتنځایونو او د ازاد فعالیت ادعا کړې او له افغان حکومته یې غوښتي چې د دوحې هوکړې سره سم دې د ترهګرۍ په برخه کې کړې ژمنې عملي کړي.
منیر زیاته کړې:« ترهګري په پاکستان کې ځای نه لري. په ترهګریزو بریدونو کې د افغانانو لاس لرل د سیمې د امنیت او ټیکاو په زیان دی او دا په دوحې کې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري د سولې شوې هوکړې خلاف عمل دی. پاکستان په افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د پټنځایونو او د فعالیت ازادۍ په اړه اندېښنه لري. پاکستان به د ترهګرو په له منځه وړلو او د خپلو وګړو د ژوند په خونديتوب کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان پوځ مشر او نورو چارواکو دغه ډول تورنه له حقیقته لرې او ورته څرګندونې د دواړه هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د فضاء د رامنځته کولو او د اړیکو د خرابوالي لامل ګڼي.
ذبیح الله مجاهد دغلته وروستۍ ناامنۍ د پاکستان کورنۍ مسله ګڼي او د ترهګریزو موخه لپاره د افغان خاورې د نه کارونې پر ژمنتیا ټینګار لري.
هغه زیاتوي:« موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د دوی ( پاکستان ) پر ضد وکارول شي. که د دې لپاره کوم شواهد او دلیل لري هغه دې له موږ سره شریک کړي بې له دې چې رسنیزه غوغا جوړیږي، بې له دې چې ولسونه مو خدای مه کړه بدګومانه کېږي، اړیکې مو سره کمزورې کېږي، د دې پر ځای باید موضوعات مطرح شي. موږ حاضر یو چې خبرې ورسره وکړو دلایل واور او وګورو. خو ښه دا ده چې دوی ( پاکستان) خپل امنیتي موضوعاتو د هېواد دننه متوجې شي. »
د سیاسي چارو شنونکي هم په دې هېواد کې ورستۍ امنیتي ګډوډۍ د پاکستان د پوځ د جوړې شویو هغو ډلو کار ګڼي چې په تېر کې یې د ځان د ګټي لپاره رامنځته کړې وې.
دوی دغه راز وایي، پاکستان پخپله کلونه کلونه د ترهګرۍ له تمویل او تجهیز څخه ګټه پورته کړې اوس چې خپله د دې پدیدې ښکار دی نو پرافغانستان دې د ترهګرۍ د تورنو د پورې کولو لاس واخلي.
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي:« اصلي خبره دا ده چې هلته ( پاکستان ن) کې د ټي.ټي.پي په ګډون لسګونه نور ترهګریز ګروپونه موجود دي او هغه د پاکستان په هره سیاسي فضاء کې رامنځته شوي او پرمختګ یې کړی دی، په تېرو ۵۰ کلونو یې د افغانستان ورانولو لپاره او په سیمه کې د خپل اقتدار د تامین لپاره دوی روزلي ول او اوس خپله پاکستان ته بلا ګرځيدلي دي.»
ځينې نور بیا وايي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې هېڅکله د بل هېواد په داخلي چارو او په بې ثباتۍ لاس نه دی لرلی خو اوس بالعکس پاکستان بیا د رامنځته کېدا له ورځې تر دې دمه په مسلسل ډول خپله ګټه د افغانستان په کمزورتیا او د امنیت په خرابېدو کې لټولې.
دوی وایي، پاکستان هېڅکله یو پیاوړی او ځواکمن افغانستان د زیان په ګټه نه دی ګڼلی له همدې کبله یې تل د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د نفوذ د پراخېدو هڅه کړې.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم پر افغان خاورې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونو لړۍ پيل شوې؛ خو په دې وروستیو کې په مکرر ډول د پاکستان پوځي او ملکي ګڼو چارواکو ورته تورنه زیات شوي دي
له دې څو ورځې وړاندې د پاکستان د جمعیت علمایي اسلام ګونډ مشر مولانا فضل الرحمن هم ورته څرګندونې کړې وې.