په داسې حال کې چې د سیمې او نړې هېوادونه وخت ناوخت له افغانستان څخه د ترهګرۍ پراخېدا په تړاو اندېښنې څرګندوي او له دې اړخه یې خپلې اندېښنې د سرپرست حکومت تر غوږونو رسوي؛ خو بل پلو په دې برخه کې د امریکا پخوانۍ اندېښنې د ختمېدو په حال کې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له بي بي سي سره په مرکې کې د دې ترڅنګ چې د داعش ډلې پر وړاندې یې د اسلامي امارت روانه مبارزه ستایلې وايي، دا مهال له افغانستانه امریکا د القاعده او نورو وسلهوالو ډلو ګواښ سره مخ نه ده.
وېسټ زیاته کړې:« زموږ ارزونه دا ده، چې دا مهال له افغانستانه القاعده موږ ته ګواښ نه پېښوي. دا هم سمه ده چې طالبان د داعش کابو کولو او ورسره د مبارزې په برخه کې جدي او له تاوتریخوالي ډکې هڅې کوي.»
وېسټ په دې مرکه کې له افغانانو سره د مرستو د کمښت اصلي لامل د نورو هغو ترڅنګ له ښځو سره د زدهکړو او کار په برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو چلن ګڼي او ټینګار کوي، څو چې د افغانستان اوسني چارواکي پر خپلو دې پرېکړو له سره غور ونه کړي، دغه مرستې به خپل پخواني حالت ته را ونه ګرځي.
هغه زیاتوي:« زه له افغانستان سره په پرلپسې ډول د مرستو کچې کمېدو په اړه ډېر اندېښمن یم. یو لامل یې دا دی چې په نوره نړۍ کې بشري اړتیاوې په ډېرېدو دي، لکه سوډان او یمن؛ خو یو بل مهم لامل چې مرستې په کمېدو دي، د طالبانو تګلارې دي.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا د ترهګرۍ په برخه کې د امریکا او نړیوالې ټولنې ترمنځ د دریځونو اختلاف له دې پدیدې سره د سیاستونود بدلون په مانا بولي.
دوی له نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام ترڅنګ له مرسته رسوونکو هېوادونو او نړیوالو بنسټونه یې غوښتنه دا ده چې له اړمنو افغانانو سره چې ډېر شمېر یې پر همدې مرستو پايي د دې مرستو په نه سیاسي کېدو ټینګار کوي.
توماس وېسټ داسې مهال له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ د کمېدا خبره کوي، چې همدا څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزنو د تحلیل او بررسۍ ډلې په خپل وروستي راپور کې له القاعدې سره د اسلامي امارت د نږدې اړیکو د درلودلو او د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې يې د مرکزونو د جوړولو ادعا کړې.