شااوخوا يوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي ول، چې القاعده شبکه نور په افغانستان کې نشته او د له منځه وړلو لپاره يې له اسلامي امارت مرسته غواړي.
د بایډن دې څرګندونو پر دوام، دا ځل د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي او مرکزي اسیا مرستیالې الیزابیت هورسټ که څه هم په افغانستان کې د القاعده د شتون په تړاو په څرګند ډول څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې يې ده چې افغانستان او له افغانستان څخه القاعده نور امریکا ته ګواښ نه ده.
هورسټ زیاته کړې:« زه په دې تړاو ویلی شم، چې فکر نه کوم افغانستان اوس یو ګواښ دی او القاعده کولی شي له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته ګواښ پېښ کړي. که چېرې داسې کوم څه وي لکه څرنګه چې موږ ولیدل الظواهري یې بېلګه دی، موږ چمتو یوو چې په یو اړخیز ډول د دې ګواښ پاملرنه وکړو او له منځه یې یوسو.»
دا چې مخکې په افغانستان کې د القاعده په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنې وې، خو د امریکا له لوري په افغانستان کې د القاعده شبکې د موجوديت له ردولو سره د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي،چې دا هېواد غواړي د سولهییزو اړیکو له لارې له افغانستان سره تعامل وکړي او نړۍ ته ثابته کړي، چې نور په افغانستان کې د ترهګرۍ ځپلو لپاره جګړې ته اړتیا نشته.
خو امریکايي چارواکي په افغانستان کې د القاعده شبکې د شتون په تړاو په یوه خوله نه دي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت چارواکي د جوبایډن هغه خبرې رد کړي، چې ګواکي اسلامي امارت ورسره د القاعدې په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
د بايډن پر يادو څرګندونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کال هم نیوکه کړې او له نوموړي یې غوښتي، چې خپلې خبرې بېرته واخلي او د افغانستان له سرپرست حکومت سره دې د اړیکو عادي کولو هڅې نه کوي.
مک کال زیاته کړې:« د بایډن خپله اداره کې چارواکي د هغه له دې ادعاوو سره موافق نه دي، چې القاعده په افغانستان کې نشته او طالبان له موږ سره مرسته کوي. ولسمشر جو بایډن باید سمدستي خپلې بې پروا څرګندونې بیرته واخلي او له طالبانو سره د اړیکو عادي کول دې ودروي.»
تازه اسلامي امارت د امریکایي چارواکو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د جو بایډن تېرو خبرو هرکلی یې کړی او د نوموړي څرګندونې یې د حقیقت درک بللې دي.